د فلسطین د مقاومت د غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کښې په خپل استوګنځي کښې د یوه ترهګریز برید په نتیجه کښې شهید شو.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د دې بزدلانه ترهګریز عمل په محکومولو سره چې د ټولو نړیوالو معیارونو او بشري حقونو ارزښتونو خلاف ترسره شوی، ځان د شریف فلسطین ملت په دې لوی مصیبت کې شریک ګڼي، د شهید هنیه لپاره لوړ درجات او د هغه کورنۍ او مظلومو فلسطینانو لپاره صبر او استقامت غواړي.
اسماعیل هنیه یو نه ستړی کیدونکی مبارز وو چې د فلسطین او د خپل ملت د ازادۍ لپاره یې له هیڅ ډول تلاښ او سرښندنو څخه ډډه ونه کړه او د خپلې خاورې په دفاع کې یې خپل درې زامن او څلور لمسیان له لاسه ورکړل.
د هنیه شهادت په داسې حال کښې چې په فلسطین کښې د صلحې د رامینځته کولو لپاره هلې ځلې روانې وې, دې بهیر ته زیان رسوي او په سیمه کې د جګړې خطر زیاتوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دوست او ورور هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزۍ او د غزې د مظلومو خلکو د نسل وژنې دوام ته په پام سره د مینځني ختیځ په سیمه کښې د هرډول شخړې د پراخیدو پایلې او عواقب به هغو اړخونو ته متوجه وی چا چې د شهید هنیه د وژلو پلان جوړ کړی دی.
زموږ له نظره، ترهګري په هره طریقه، د هر هیواد او جریان له خوا یو رد شوی عمل دی او د نړیوالو قوانینو او د ټولو بشري معیارونو خلاف عمل دی او د دې کړنلارې کارول د دې ډول پیښو تر شا د ښکیلو خواوو تروریستي ماهیت څرګندوي.
د ملي مقاومت عالي شورا په دې باور ده چې له ترهګرۍ او ترورېستي تګلارو سره باید مقابله وشي او د دغې تګلارې یو سمبول د طالبانو ډله ده چې له بده مرغه د افغانستان او خلکو برخلیک یې یرغمل نیولی او نړۍ یې باید پر وړاندې مبارزه وکړي. د افغانستان له خلکو او هغو سیاسي ډلو سره چې په هېواد کې د قانون حاکمیت او ډیموکراسي اعاده غواړي سره یو ځای شي.
په پای کې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو، شهیدانو ته د فردوس جنت او د فلسطین ویاړلي ملت ته د ازادۍ، سولې او د تلپاتې سولې د تامین هیله کوو.