جستجو
Close this search box.
General-Razeq

نن د قندهار د پخواني پولیسو قومندان، د افغانستان د ازادۍ اتل او د هېواد له اغېزمنو شخصیتونو څخه جنرال عبدالرازق اڅکزي د شهادت له شپږمې کلیزې سره سمون لري. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په دې مناسبت خپله خواخوږي څرګندوي، د هغه شهید اروا ته دعا کوي او د هغه یاد لمانځي.

 

جنرال عبدالرازق د هېواد یو پېژندل شوی سیاسي او پوځي شخصیت و، چې کلونه یې د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې صادقانه مبارزه او هڅې وکړې. هغه د طالبانو ډلې او د هغوی د فکر پر وړاندې یو روښانه او څرګند دریځ درلود او هېڅکله یې ورسره جوړجاړی ونه کړ، چې له همدې امله د هغه د له منځه وړلو لپاره له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه شوه.

 

جنرال عبدالرازق په مبارزه او استقامت کې یو ځانګړی انسان و. زړور، ثابت قدم، بې باکه او د ملي او وطني ارزښتونو ساتونکی و. هغه د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر وړاندې په کلکه مبارزه کوله او هیڅکله به یې شاتګ نه کاوه. هغه په خپل واکمن قلمرو کې طالبان دومره وځپل چې ټولې هڅې په دې متمرکز شوې چې دا خنډ له خپلې لارې لرې کړي.

 

جنرال رازق له افغان خلکو سره ژوره مینه لرله او لري یې، او د هغه محبوبیت په هېواد کې د بېلابېلو قومونو په منځ کې د هغه د کړنو او کارنامو پایله ده چې د افغانستان او د هغه د خلکو لپاره یې ترسره کړي دي.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د جنرال عبدالرازق د شهادت د شپږمې کلیزې په مناسبت د هغه او د جهاد، مقاومت ټولو شیدانو ته، اود ولسواکي ددوری او د تېرو درېیو کلونو ټولو شهیدانو یاد لمانځي، د هغوی ارواګانو ته جنتونه او نومونه یې تلپاتې غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟