جستجو
Close this search box.
Explosion-in-Turkey

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ترکيی فضايي او هوايي صنعت په شرکت کې د ترهګریز برید له امله چې د دې هیواد د یو شمېر اتباعو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شو، ژوره خواشیني څرګندوي.

 

ترهګري د بشر د ګډ دښمن په توګه په هرځای کې د یوه ګواښ په توګه د هیوادونو امنیت له خطر سره مخ کړی دی. له بده مرغه، د افغانستان طالبانو ته له سپارلو وروسته په افغانستان کې ترهګري په پراختیا، ترویج او صادریدو بوخته ده، او د طالبانو تر ملاتړ لاندې له ۲۲ زیاتې ترهګریزې ډلې د نړیوال امنیت د ګواښ خطر زیاتوي.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ترکیې په فضایي او هوايي صنعت کې د ترهګریزې پېښې عاملین غندي، د ترکیې دولت او ملت ته خپله خواخوږي څرګندوي، د وژل شویو کورنیو ته صبر او زغم او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟