د علم او پوهې زده کړه د دیني ارزښتونو او د بشري حقونو په رڼا کې د نننۍ نړۍ یو مهم ضرورت دی او د انسانانو لومړنی حق ګڼل کېږي. ټول انسانان، پرته له جنسیت، قوم، د پوستکي رنګ یا د زېږېدو ځای څخه، حق لري چې علم او پوهه ترلاسه کړي او فعالیت وکړي. د افغانستان ښځې، چې د ټولنې زړورې او هڅاندې طبقې دي، په تېرو شلو کلونو کې په قهرمانۍ سره هڅې کړې دي او د یوه پرمختللي او مترقي ټولنې په جوړښت کې یې خورا مهم او مرکزي رول لوبولی دی. دوی په بېلابېلو برخو کې، لکه زده کړې، حکومتولي، سیاست جوړونه، د بیان آزادي، او رسنۍ، کې کلیدي ونډه لرله.
خو له بده مرغه، د طالبانو ډلې ته د واک سپارلو سره، د افغانستان د خلکو ژوند د بدلونونو سره مخ شوی دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو شتون په ټولو برخو کې په عملي توګه له منځه تللی دی.
د طالبانو ډلې د واک تر ترلاسه کولو او خپل غاصبانه تسلط وروسته، څنګه چې یې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو د بحران او ګډوډۍ سبب شوي، په خلکو، په ځانګړې توګه ښځو باندې د خپلو ځانغوښتونکو حکمونو په تپلولو سره د زده کړو نظام هم ویجاړ کړی دی. دې ډلې په جلا جلا فرمانونو کې لومړی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې او وروسته یې په پوهنتونونو کې د نجونو ګډون بند کړ.
هره ورځ پر ښځو محدودیتونه زیاتېږي، او ښځې له کار کولو او ټولنیزو فعالیتونو څخه منع کېږي. د اسلامي قوانینو، بشري حقونو او د هیواد له دودونو خلاف، هغوی په خپلسري توګه نیول کېږي او له بېلابېلو ډولونو شکنجو سره مخ کېږي. د دې پایله دا شوه چې ډېر شمېر هېوادوال د نامعلوم برخلیک سره مخ شول، او ګڼ نور د انساني ژوند د هیلو لپاره مجبور شول چې هېواد پرېږدي او له خطرناکو، غیر قانوني او ناوړو لارو څخه استفاده وکړي.
د طالبانو ډلې په خپل وروستي غیر اسلامي، غیر انساني او جنایتکارانه اقدام کې د هیواد ښځې او نجونې، چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، له اساسي حق څخه محرومې کړې دي. هغوی د طبي تحصیلي موسسو کې د زده کړو حق، چې د ښځو او نجونو لپاره وروستۍ هیله وه، ترې واخیست. د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو دغه کړنه د دې بدوي ډلې د ښځو ضد سیاستونو دوام بولي او په کلکه یې غندي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ټولو اتباعو حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، یو مهم او حیاتي اصل ګڼي او د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د تامین او د هغوی د راتلونکي تضمین لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه نه کوي.
شورا په عین حال کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د طالبانو وروستی اقدام، چې نجونې یې په طبي تحصیلي موسسو کې له زده کړو منع کړي، د بشري حقونو ښکاره نقض، د بشریت پر وړاندې جنایت او د جنسیتي توپیر یوه بېلګه وګڼي. دوی دې د طالبانو غیر انساني او د بشري حقونو ضد کړنې د بشري حقونو د نقض په دوسیه کې شاملې کړي او د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او هالنډ په څېر هېوادونو په څنګ کې دې طالبان د لاهې نړیوالې محکمې ته وسپاري.
په ورته وخت کې، د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو د جنایتونو دوسیې د جزایي محکمې له لوري تر غور لاندې نیولو هرکلی کوي او دا یو ستایل شوی ګام بولي چې د جنایتکارو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره مهم دی. شورا هیله لري چې له دې به عادلانه پایلې ترلاسه شي.