د لوی خدای په نوم
د طالبانو ډلې له درې کلنې ظالمانه، انحصاري، بې کفایتۍ او نامشروع واکمنۍ څخه وروسته افغانستان اوسني ناوړه حالت ته اړولی دی. دا حالت په پراخه توګه د انساني او اسلامي حقونو نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو نقض، زورزیاتی او خفګان رامنځته کول، بې کاري او سخته بې وزلي، د ترهګریزو ډلو سره اړیکې او همکاري، د داخلي مشروعیت نشتوالی او نړیواله انزوا، جنسیتي، قومي او مذهبي تبعیضونه، د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ماتول، د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو تنوعاتو پروا نه کول، هدفمندې وژنې او جبري بې ځایه کېدل، قومي، مذهبي او ژبني اختلافاتو ته لمن وهل، یوازې د هغو لوړو لګښتونو کوچنۍ بېلګې دي چې د طالبانو اداره یې پر افغان ولس او هېواد تحمیل کړې ده.
موږ اوس له داسې یوه وضعیت سره مخ یو چې د خلکو د بې شمېره مصیبتونو ترڅنګ، د افغانستان لپاره تاریخي او ملي شرم هم ګڼل کېږي.
اوسنی ناوړه وضعیت د افغانستان د مشرانو، سیاستوالانو، عالمانو، روڼ اندو، ښځو او د ټول ولس پر اوږو لوی تاریخي مسؤلیت اچولی دی. په دې حساس او ننګونکي پړاو کې اړتیا ده چې هغوی خپل دین د افغان ولس پر وړاندې ادا کړي او د اوسني ناوړه او نه زغمل کېدونکي وضعیت د بدلون لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
سره له دې چې په تېرو درې کلونو کې د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو لخوا پراخې سیاسي، نظامي او مدني مبارزې او هڅې ترسره شوې دي، خو دغو هڅو سره له دې چې ځینې ملموسې پایلې درلودې، د روان کړکېچن وضعیت د بدلون لپاره بسنه ونه کړه.
د دې مهم دلیل د طالبانو ډلې پر وړاندې د مخالفو ځواکونو او بنسټونو ترمنځ د اړینې یووالي نشتوالی دی، چې دا هغه غوښتنه ده چې د افغانستان د ټولو خلکو اجماع ورسره ده.
د اوسني ناورین په پام کې نیولو سره او د دې لوی مسؤلیت په درک سره، یو شمېر ګوندونو، شوراګانو او سیاسي او مدني بنسټونو چې نومونه یې د دې اعلامیې په پای کې ذکر شوي، د لا زیاتو همغږۍ، یووالي او اتحاد د رامنځته کولو لپاره سره یوځای شوي او د د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع په نوم یې یوه ستره سیاسي چترې جوړه کړې ده.
نن ورځ (۱۶ قوس) دا مجمع خپل شتون اعلانوي. د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د رامنځته کېدو اعلان یو مهم او استثنایي ګام دی چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د خلکو د مبارزو د لا قوي کولو او همغږي کولو په موخه اخیستل شوی دی. دا به د هېواد لپاره خپلواکي، ازادي او د افغانانو د ارادې او رایې پر بنسټ د سیاسي نظام جوړېدو هیله را ژوندۍ کړي.
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له درانه او آزاد افغان ولس څخه غوښتنه کوي چې د دې ستر سیاسي ائتلاف ملاتړ وکړي او د روان ناورین د بدلون لپاره خپل سهم ادا کړي.
همدارنګه، له ګاونډیو هېوادونو، نړیوالو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه کوو چې له دې مجمع سره رغنده او دوامداره همکاري وکړي، ترڅو د موجوده ناوړه وضعیت په بدلون، د خلکو د کړاوونو په کمولو، د خلکو د ارادې پر بنسټ د نظام په جوړېدو او د افغانستان د بحران په حل کې مرسته وکړي.
د افغانستان د نجات ملي شورا په ګډون د ګوندونو، بنسټونو او شوراګانو نومونه د الفبا په ترتیب
- اجماع بین المللی زنان افغانستان
- انجمن زنان و فعالان مدنی
- انجمن صلح و رفاه زنان تورک تبار افغانستان
- اجماع ملی افغانستان
- بنیاد شهدا و معلولین
- جبهه مقاومت ملی افغانستان
- حزب اسلامی افغانستان
- حزب انسجام ملی افغانستان
- حزب جمعیت اسلامی افغانستان
- حزب جنبش ملی اسلامی افغانستان
- حزب دعوت اسلامی افغانستان
- حزب عدالت و آزادی افغانستان
- حزب ملی آزادی افغانستان
- حزب همدلی مردم افغانستان
- حزب وحدت اسلامی افغانستان
- حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان
- روند دفاع از ارزش های جهاد و مقاومت افغانستان
- زنان نخبه حوزه جنوب غرب
- سازمان جهانی پارسی گویان
- سازمان انسجام مدنی زنان افغانستان
- شورای اسلامی انسجام مقاومت مردم افغانستان
- شورای اعتدال ملی افغانستان
- شورای شمالی بزرگ
- شورای انسجام زنان
- شورای عالی حرکت اسلامی افغانستان
- شورای لوی قندهار
- شورای مشرقی
- کانون همفکران افغانستان
- مدافعان منافع ملی افغانستان
- مجمع مدافعان حقوق زنان
- نسل روشن
- نهضت همبستگی