د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د افغانستان د اسلامي حرکت عالي شورا د ګوند غړیتوب، چې ښاغلي ډاکټر محمد عارف شاه جهان یی مشرتوب کوی چه یو ډیر دروند سیاسي شخصیت دی، درناوی کوي. دغه ګام د ملي یووالي، پیوستون، ملي ارمانونو د پوره کېدو، پرمختګ، آزادۍ، دوامداره پراختیا او زموږ د ګران هېواد افغانستان د خلکو د لوړو ارزښتونو د لوړتیا په لور یو اغېزمن ګام ګڼي.
د ملي مقاومت عالي شورا په دې باور ده چې د سیاسي او ولسي جریانونو او سازمانونو ترمنځ یووالی او همغږي د موجوده ستونزو او ننګونو پر وړاندې د بریا کیلي او د ټولنیز عدالت د تحقق لپاره یوه مناسبه زمینه ده. دا نېکمرغه او مبارک تصمیم د ډېرو مشورو وروسته نیول شوی او پر ګډو اصولو، ملي ګټو ته د ژمنتیا او د ټولنې او د هېواد راتلونکي په وړاندې د تاریخي مسؤلیت پر بنسټ ولاړ دی.
د جمهوري نظام له ړنګېدو او طالبانو ته د واک سپارلو وروسته، د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت ګڼ شمېر مشران، ولسي سازمانونه، مفکرین، مبارزې ښځې او د هېواد باخبره ځوانان، د حاکم ناوړه وضعیت د ژور درک او د مسؤلیت د احساس په ترڅ کې، د یوې سنجول شوې پرېکړې له مخې، د طالبانو د جابرانه سلطې، تعصب او برلاسي غوښتنې، قومي، سمتي او مذهبي تضادونو پر وړاندې د مبارزې په موخه، او د ټولنیزې عدالت، یووالي، انسجام، د حیثیت اعاده او په هېواد کې د خلکو دواکمنۍ د تحقق لپاره د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا جوړه کړه. دا شورا په جدي او دوامداره توګه خپل فعالیتونه مخته وړي او د الله تعالی په مرسته دا لوی چتر په پرلهپسې ډول د پراختیدو په حال کی دی.
د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي حرکت عالي شورا د ګوند غړیتوب ته ښه راغلاست وایي. دغه شورا له نورو سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ولسي بنسټونو ته هم بلنه ورکوي چې د طالبانو ډلې پر وړاندې د ګډې او همغږې مبارزې او د هېواد د اوسني ناوړه حالت څخه د خلاصون لپاره، د یو واحد چتر لاندې راټول شي.