جستجو
Close this search box.

لومړۍ غونډه د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمع د رهبرۍ شورا د دې مجمع د ۳۶ سیاسي بهیرونو او بنسټونو د مشرانو او سرلارو په ګډون د مرغومي په ۱۹مه نېټه چې د جنورۍ له ۷مې سره برابره وه، ترسره شوه.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمع د مشرانو غونډه د محمد یونس قانوني، چې د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال او له برجسته سیاسي شخصیتونو څخه دی، په مشرتوب جوړه شوه.

ښاغلي قانوني د هېواد سیاسي او بشري وضعیت هراړخیزه تحلیل او ارزونه وکړه او د هغو امیدونو په اړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع تر جوړېدو وروسته رامنځته شوي، خبرې وکړې. نوموړي د کډوالو د دردونکي او خواشینونکي حالت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د دې ستونزې د حل لارې، د دې لوی ملي چتر د جوړېدو اړتیا او د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه د دې اقدام اغېزې تشریح کړې.

ښاغلي قانوني په خپلو خبرو کې وویل: “زموږ ګران هېواد په یو خورا بحراني حالت کې قرار لري. د مشروع دولت نشتون، د بشري حقونو د پراخې سرغړونې دوام، د اقتصادي وضعیت خرابوالی او د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو باندې درانه فشارونه زموږ ولس د ناامیدۍ کندې ته غورځولي دي. دا مسایل د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو، ځوانانو او د ټولنې د ټولو قشرونو پراخه تېښته له هېواد څخه لامل شوي دي. په داسې حالت کې د افغانستان خلک له رهبرانو او سیاسي فعالینو تمه لري چې د هېواد او خلکو د خلاصون لپاره سره یو موټی شي.”

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د سیاسي اتحاد او د هېواد د اوسني وضعیت څخه د ژغورنې لپاره یو لوی ګام په توګه رامنځته شوې ده چې خلکو ته یې د امید څرکونه ورکړل.

دغه مجمع د طالبانو د ډلې استبداد ته د پای ټکی ایښودلو او د یوې روښانه راتلونکې پر لور د لارې پرانیستلو په موخه رامنځته شوې ده. د دې ملي چتر لومړیتوبونه دیموکراتیک، عادلانه او هوښیار اتحاد دی چې د افغانستان د ملت له ارادې څخه د یوه حکومت په جوړولو تمرکز لري.

یادونه باید وشي چې د دې مجمع د رهبرۍ شورا لومړۍ غونډه د ۳۶ سیاسي بهیرونو د مشرانو، د مدني بنسټونو د مسوولینو او د ټولنیزو جوړښتونو د استازو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د راتلونکو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

۱. د مجمع وړاندیز شوې جوړښتونه، چې نهه کمیټې او نور اړوندې برخې پکې شاملې دي، رامنځته او فعالې کړای شي.
۲. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع د ښځو لومړني کنفرانس د ترسره کولو طرحه تأیید او د هغوی وړاندیز شوې پرېکړه‌لیک هم تصویب شو.
۳. د اساسنامې د ترتیبولو کمیسیون د استاد محمد سرور دانش، د ولسمشرۍ پخواني مرستیال، په مشرتوب منظور شو.
۴. د ځوانانو د فعال حضور او اغېزناک رول لپاره پرېکړه وشوه چې د ټولو کاري کمیټو په مشرتابه کې به لوستي، متخصص او تجربه لرونکي ځوانان وټاکل شي.
۵. ټولو حاضر مشرانو ټینګار وکړ چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، ترکیې او پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل یوازې د حل لاره نه ده، بلکې د افغانستان بشري بحران به نور هم زیات کړي. یوازینۍ معقوله لاره د ډله‌ییزې کډوالۍ د مخنیوي او د کډوالو خپل هېواد ته د رضاکارانه بېرته ستنېدو لپاره، په افغانستان کې بنسټیز بدلونونه راوستل او د خلکو له ارادې څخه سرچینه اخیستونکی مشروع دولت جوړول دي.

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د هغو هېوادونو د بشردوستانه همکاریو قدرداني وکړه چې د افغان کډوالو کوربه‌توب کوي. دغه مجمع له نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو څخه وغوښتل چې تر هغه پورې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو مخه ونیسي ترڅو د هغوی د درناوي وړ او خوندي بېرته ستنېدو لپاره مناسب شرایط برابر شي.
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له ټولو هېوادوالو، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري ځواکونو او خپلواکو ملي شخصیتونو څخه بلنه کوي چې د هېواد د اوسني وضعیت څخه د ژغورنې لپاره د ملي مجمع تر څنګ ودرېږي.
ملي یووالی او همغږي یوازینۍ لار ده چې له اوسني بحران څخه وتلی شو او د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل کړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟