خوشبختانه د هاګ نړیوالې جزایي محکمې څارنوالۍ له مستندو او کافي تحقیقاتو وروسته د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو غوښتنه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او د بشریت پر وړاندې د جرمونو له امله صادر کړې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د هاګ نړیوالې محکمې دا پرېکړه د عدالت د تحقق په لور یو مهم ګام ګڼي او دا د کړاوونو سره مخ میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د مظلومو ښځو لپاره د امید وړ څرک بولي. شورا د دې پرېکړې هرکلی کوي او د افغانستان ټولو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ځورېدلو نجونو ته مبارکي وايي.
شک نشته چې یوازې د طالبانو لوړپوړي مشران نه، بلکې ټول ایدئولوژیک غړي او هغه کسان چې د دې ډلې په لیکو کې کلونه کلونه د افغانانو په وژنه او قتل بوخت وو، د نیول کېدو او عادلانه محاکمې مستحق دي. ځکه چې طالبان د نړۍ له تر ټولو خطرناکو او جنایتپیشه تروریستي شبکو څخه ده او د نړیوال تروریزم یوه برخه جوړوي.
دا ډله نه یوازې په تېرو وختونو کې، بلکې اوس هم د بشریت پر وړاندې د هر ډول جرمونو په ترسره کولو بوخته ده. افغانستان اوس د ټولو اوسېدونکو لپاره په یو لوی زندان بدل شوی دی، او په زرګونو ځوانان، ښځې، د امنیتي ځواکونو غړي، او د پخواني دولت چارواکي په زندانونو کې شکنجه کېږي او وژل کېږي.
د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نیولو غوښتنه، سره له دې چې د عدالت د تحقق لپاره د افغانانو د خوښۍ او هیلو سبب ګرځي، په عین حال کې د طالبانو د جنایت او ظلم یو روښانه نښه ده. تر دې مهمه، دا د نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو لپاره د شرم خبره ده چې د افغان ولس پر ځای له دې ډلې سره مثبت تعامل کوي او د دې ډلې د سپینولو هڅه کوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د دې غوښتنې هرکلی کوي او دا د اوسني ناعادلانه نړیوال سیاسي وضعیت په ترڅ کې د عدالت د تحقق نښه ګڼي، خو هیڅکله یې کافي نه بولي. شورا د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي ترڅو د ولسي ارادې پر بنسټ یو نظام جوړ او افغانستان د نړیوال تروریزم له منګولو څخه آزاد شي.
موږ غوښتنه کوو چې د طالبانو ډله په نړیواله کچه د یو تروریستي سازمان په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د دې ډلې نور جنایتونه هم وڅېړل شي، او ټول هغه کسان چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې جرمونه کړي دي او اوس په طالبانو کې فعال دي، د حساب ورکولو او محاکمې لپاره راکش شي.