د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د دقیقو او رښتینو معلوماتو د خپرولو اصل ته په درناوي، رسنۍ د دموکراسۍ له اساسي ستنو څخه بولي او باور لري چې رسنۍ کولای شي د عامه پوهاوي، روڼتیا، حساب ورکولو او د خلکو د ګډون په برخه کې مهم رول ولوبوي. خو د اوازو خپرول د رسنیو لپاره یوه ناوړه پدیده ده، چې کولای شي د اورېدونکو ذهنونه مغشوش کړي او د خلکو باور پر رسنیو کمزوری کړي. نو له همدې امله، د اوازو او دسیسو پر وړاندې درېدنه او د دقیقو معلوماتو خپرولو ته ژمنتیا، د ټولو په ځانګړې توګه د درنو رسنیو مسؤلیت دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، چې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، د ښځو بنسټونو، ملي شخصیتونو او سازمانونو څخه جوړه ده، د یوه ملي او ولسي حرکت په توګه، د پرمختللي، دموکراتیک او مترقي ټولنې د رامنځته کولو لپاره له ټولو سیاسي او ټولنیزو سازمانونو، بنسټونو او هېوادونو سره د ناستې، خبرو او مذاکراتو حق ځان ته محفوظ ګڼي.
ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان قدرمن ولس او آزادو او خپلواکو رسنیو ته خبر ورکوي چې د دې شورا او د پاکستان د آی ایس آی سازمان د هیئت د ناستې په اړه خپره شوې اوازه کاملاً ناسم، بېاساسه او د دې شورا د اغېزناکو فعالیتونو د کمزوري کولو لپاره یوه سایبري حمله ده.
ملي مقاومت عالي شورا، د هېواد له اوسني وضعیت څخه په ژور درک سره، د حاکم استبداد پر وړاندې د مبارزې، د طالبانو د ضد بشري جنایاتو د دوام د مخنیوي، د وضعیت د بدلون او دموکراسۍ او ولسواکۍ د بېرته راګرځولو لپاره، له هېڅ ډول هڅو او قربانیو څخه ډډه نه کوي.
د ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان د خلکو د باور او مسؤلیت احساس پر بنسټ، د بشپړې روڼتیا او رښتینې اطلاع رسونې ته ژمنه ده. له همدې امله، له ټولو قدرمنو افغانانو او درنو رسنیو څخه درناوي سره هیله کوي، چې د دې شورا اړوند اعلامیې، پیغامونه او خبرونه یواځې د شورا له رسمي او معتبرو سرچینو څخه تعقیب کړي او له دې پرته، د بېاساسه او بېبنیاده اوازو له خپرولو ډډه وکړي.