دعدالت او آزادی خدای ج په ستر نامه
نړۍ د مارچ اتمه د ښځو د ورځې په توګه لمانځي؛ هغه ورځ چې د ښځو ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري او سیاسي لاسته راوړنې ستایل کېږي، او په ټولو حقوقي برخو کې د جنسیتي برابری اهمیت ته پاملرنه کېږي. خو موږ په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې ښځې د خپل تاریخ په تیاره ترینو پړاوونو کې ژوند کوي.
د طالبانو ډلې ته د واک سپارلو سره، د ښځو اساسي حقوق په شدید ډول تر پښو لاندې شوي، او د افغانستان ټولنه له استبداد او اختناق سره مخ شوې ده. ښځې او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې شوي، زرګونه ښځې له خپلو دندو شړل شوې، او د ښځو اعتراضونه په وحشیانه توګه ځپل شوي، چې له نیونو، شکنجو، جبري اعترافاتو او جنسي تېریو سره مل وو. سره له دې، د افغانستان ښځې لا هم د آزادۍ، برابری، عدالت او ډیموکراسۍ لپاره مبارزه کوي.
له هغه وروسته چې طالبان واک ته ورسیدل، لومړنۍ ځواک چې د ظلم او جنایت په وړاندې په قاطعیت او جدیت ودرېد، ښځې وې، او تر ننه پورې دا مبارزې حتی د خپل ژوند په بیه روانې دي.
د افغانستان ښځې دې پوهاوي ته رسېدلې دي چې خپل غوښتنې او مطالب په روښانه او ښکاره توګه وړاندې کړي او د هغوی دفاع وکړي. بې شکه، یوه پوهه ښځه د افراطیت، بنسټپالنې او شاتګپالنې اصلي دښمنه ده.
د افغانستان دژغورنی لپاره د ملی مقاومت عالی شورا د ښځو د اساسي او انساني حقونو سلب، خپلسری نیونې، جنسي تبعیض، شکنجه او د ښځو له ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو څخه ایستل، چې د طالبانو له خوا زموږ د هېواد پر ښځو تطبیق کېږي، د جنسي اپارتاید او د بشر ضد جنایت څرګند مثال بولي او غندي. همدارنګه، دا شورا خپله ژوره اندېښنه د هېواد پر ښځو د رامنځته شوې ناوړه وضعې په اړه څرګندوي، او خبرداری ورکوي چې د نجونو او ښځو د ټولنیز ژوند له هر ډول ونډې څخه محرومیت او محدودیت به ناوړه پایلې ولري.
د ملی مقاومت عالي شورا د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، برحقه مبارزې او مقاومت ته درناوی لري او هغوی د خپل مورنی وطن اصلي ساتونکي او ریښتیني سرتیري بولي. د ملی مقاومت عالی شورا د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د له لاسه تللو حقونو د ترلاسه کولو او د هغوی د اصلي او واقعي ځای موندلو لپاره له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه نه کوي، او د خپل هېواد د ښځو د اسلامي او انساني حقونو او ارزښتونو د اعادې لپاره د هغوی تر څنګ ولاړه ده.
طالبان باید پوه شي چې هېڅ فرد او ډله دا حق نه لري چې د ښځو په ځپلو، ایستلو او وېرولو سره هغوی له ټولنیز او سیاسي ډګره لرې کړي. بې شکه، طالبان به د خپلو ټولو جنایتونو په اړه، چې د ښځو پر وړاندې ترسره کړي، ځواب ویونکي وي.
د ملی مقاومت عالی شورا غواړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت د نړیوالې ټولنې د اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري، او نړیوال بندیزونه پر طالبانو لا سخت شي، تر څو دا خودکامه او مستبد رژیم په بشپړ ډول منزوي شي. د ملی مقاومت عالی شورا له رسنیو او د بشر حقونو بنسټونو غواړي چې د افغانستان د ښځو ځپل مستند کړي او نړیوالې ټولنې ته یې ورسوي.
دغه شورا د ښځو د نړیوال یووالي ورځ ټولو ښځو، په ځانګړي ډول د افغانستان ویاړمنو ښځو ته مبارکي وایي، او هیله لري چې د هېواد ازادې ښځې له هر ډول تبعیض او تاوتریخوالي څخه لرې، د انساني کرامت په ساتلو، او له اسارته پاک، د پرمختګ او بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي. ځکه چې په ټولنه کې د ښځو له شتون پرته، په افغانستان کې هېڅ ډول سیاسي او اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.