جستجو
Close this search box.
Ikhraj-Mahajrin-az-Iran

کډوالي د یوه ټولنیزی پدیدې په توګه پر مهاجر انسان او کوربه ټولنه بېلابېل اغېزی او پایلې لري. دا اغېزی تر ټولو ښکاره او پېژندل شوي ډول په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې را څرګندېږي. له همدې امله، کوربه ټولنه د مهاجر انسان په اړه بېلابېل غبرګونونه او لیدلوري لري چې هغه کله د فرصت او کله د ګواښ په توګه مطرح کیږی ، په ځانګړې توګه کله چې مهاجر یو نوی راغلی او نااشنا کس وي.

په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې، کله چې د پخواني شوروي اتحاد پوځ افغانستان اشغال کړ، د افغان مجاهد ملت بې‌سارې پاڅون او مقاومت د اشغالګرو او کمونیستي رژیم پر ضد پیل شو؛ هممهاله د افغانستان د وګړو د کډوالۍ لومړی څپه د ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) پر لور پیل شوه. خو له بده مرغه، د اشغالګرو تر شرمېدلي ماتې او وتلو وروسته، افغانستان د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو ووت. په پایله کې، افغانستان یو منزوي هېواد شو او د نړیوالو ترهګریزو ډلو لپاره یې د جنت بڼه پیدا کړه.

دغه وضعیت لامل شو چې د افغان وګړو د کډوالۍ بهیر په څو څپو کې، چې نږدې پنځه لسیزې کېږي، دوام ومومي؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه د یوې نړیوالې توطئې او کورنۍ خیانت له مخې طالبانو ته وسپارل شو، دا بهیر لا پسې چټک شو.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا، د خپلو ورور، مسلمان او هم‌ریښې هېوادونو (ایران او پاکستان) له سختو شرایطو سره د همدردۍ ترڅنګ، له هغو کلونو اوږده بحرانونو سره سره، دا هېوادونه د افغان کډوالو کوربه‌توب ته د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ، له شته ستونزو سره سره، په شرافت، خوشحالۍ او سخاوت سره چمتو شول.

د سیمې د تحولاتو دغه تاریخي پړاو به بې‌شکه د ګاونډیو ملتونو ترمنځ د اړیکو یو زرین باب وي چې د راتلونکو نسلونو لپاره به یوه ارزښتناکه یادګار پاتې شي، او د دوی ترمنځ به د دوستانه ګډ ژوند او ښې اړیکو فضا تر پخوا لا زیاته پیاوړې کړي.

خو په عینی حال کی د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا تمه لري چې د افغانستان د ناوړو شرایطو په پام کې نیولو سره – چې پکې اقتصادي، معیشتي، بیکاري، امنیتي، سیاسي، تعلیمي او نورې ستونزې شاملې دي – د افغان کډوالو د جبري اخراج او بیرته ستنولو پالیسي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې له امنیتي او سیاسي پلوه له ګواښ سره مخ دي، له سره وکتل شي.

بې‌له شکه، په داسې شرایطو کې چې پر افغانستان یو غیر مسؤول، ناتوانه او د خلکو د ستونزو د حل وړتیا نه لرونکی ډله واکمنه ده، د افغان کډوالو او پناه‌ غوښتونکو اخراج به د بشري بحران لا زیاتېدو لامل شي. په ځانګړې توګه، حاکمه ډله د نړیوالې ټولنې، دیني عالمانو او اسلامي هېوادونو د غوښتنو په وړاندې بې‌پامي کړې، د بشري حقونو له رعایت، د ښځو د کار او تعلیم له بندیزونو د لرې کولو نه انکار یې د دې لامل شوی چې د ټولنې نیمایي فعال قشر له ټولنیزو فعالیتونو حذف شي، او افغانستان یې له بشپړ نړیوال انزوا سره مخ کړی دی.

دا هم باید هېر نه شي چې د افغانستان بحران تر ډېره داخلي سرچینه نه لري، بلکې د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ګاونډیو هېوادونو د غیر مسؤولانه چلند پایله ده. له همدې امله، تر هغه چې د مهاجرت اصلي عوامل او رېښې دننه په افغانستان کې ونه څېړل شي، د بشري بحران او د مهاجرت لړۍ به دوام ومومي.

له همدې کبله، د افغانستان بحران باید د یوه پراخ قانون‌محوره، د انتخاباتو، بشري حقونو، شایسته‌سالارۍ او د ټولو قومي، مذهبي، ژبنیو او سیاسي ډلو د معنا لرونکي ګډون پر بنسټ سیاسي نظام په چوکاټ کې حل شي، داسې نظام چې د افغانستان د ټولنې واقعي انځور وړاندې کولی شي.

په پای کې، د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا یو ځل بیا د هغو کلونو د مېلمه‌ پالنې، او د افغان کډوالو او د هغوی د اولادونو لپاره د ټولنیز ژوند، کار، تعلیم، تخصص او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو له امله مننه کوي، او دا تمه لري چې د افغانستان د عزتمن ژوند شرایطو تر برابرېدو پورې، د کډوالو د بیرته ستنولو له پالیسیو سره تجدید نظر وشي او اسلامي او انساني ارزښتونه په پام کې ونیول شي.

د یوې عادلانه او پایدارې سولې او د شرافت څخه ډک ژوند په هیله په افغانستان کې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟