د عدالت او آزادۍ د لوی څښتن په ستر نوم
د ثور د اتمې، چې د افغانستان د ولس د ازادۍ بخښونکي جهاد کلیزه ده، ټولو افغانانو ته، په ځانګړي ډول د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې د شهیدانو درنو کورنیو ته مبارکي وایو. د افغانستان د میلیونونو شهیدانو یاد د جهاد او مقاومت په دوران کې، او همداراز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغو شهیدانو چې د نړیوال ترورېزم پر وړاندې یې قرباني ورکړه، ژوندی ساتو او د هغوی پاکو روحونو ته درود او سلام وایو.
ګرانو او درنو هېوادوالو!
زموږ ګران هېواد نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې له بحران، جګړې، فقر او سیاسي بېثباتۍ سره مخ دی. بېشکه د دې دوامدار بحران ریښې د بهرنیانو بېشرمانه لاسوهنو او همدارنګه د کورني استبداد او تاریخي ظلم په ژورو کې پټې دي.
د پخواني شوروي اتحاد یرغل د هېواد د معاصر تاریخ له ترخو پېښو څخه یوه ده، چې په پایله کې یې میلیونونه هېوادوال شهیدان، ټپیان یا له هېواده بېکوره شول. خو د افغانستان مجاهد ولس د دې یرغل او د هغې د داخلي نوکرانو پر وړاندې یو تاریخي او زړهور بغاوت وکړ، چې بالاخره یې د وخت د ختیځ امپریالیزم عمر ختم کړ او د هغوی لاسپوڅی حکومت یې له منځه یووړ، او تل لپاره یې د تاریخ له پاڼو محو کړ.
خو له بده مرغه، له بریا وروسته پېښې داسې روانې شوې چې بهرنۍ لاسوهنې دوام وموند او نن ورځ هم موږ له ورته وضعیت او لا ژور بحران سره مخ یو.
نن هم موږ د اشغال او تاریخي ظلم له بلې بڼې سره مخ یو، چیرته چې یوه جنایتکاره او تروریستي ډله، د نړیوالې توطئې او بهرني ملاتړ په پایله کې، د هېواد پر برخلیک واکمنه شوې او د افغانستان خلک یې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بېبرخې کړي او یرغمل نیولي دي.
زموږ هېواد، له بده مرغه، نن ورځ د خپلو ټولو اوسېدونکو لپاره په یو لوی زندان بدل شوی دی. مېرمنې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، له خپلو ټولو انساني حقونو – د زدهکړې حق، د کار حق، د ګډون حق او هر ډول انساني آزادۍ – بېبرخې شوې دي.
د هېواد قومونه، مذهبونه، ژبې او رنګارنګ فرهنګونه، چې هر یو یې د ښکلا، تنوع، او زغم نښه وه او د یو سولهییز ګډ ژوند استازیتوب یې کاوه، اوس په بشپړ ډول چوپ شوي، او د ساه اخیستو توان هم له هغوی اخیستل شوی دی. پر خلکو ګڼ ظلمونه او استبداد د شریعت او دین په نامه تپل کېږي، او هره ورځ د دې ظلم دایره نوره هم تنګېږي. وژنې، شکنجې، تښتونې او ځپنې د نړۍ د خلکو پر وړاندې لا هم دوام لري.
بې له شکه، نن موږ ټول د یوه بل مهم ازمویني پر وړاندې ولاړ یو. هغه وضعیت چې نن ورځ په هېواد کې حاکم دی، دا ایجابوي چې د افغانستان ولس باید د پخواني شوروي او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې د خپل ازادۍ بخښونکي جهاد او د ازادۍ او عزت د لارې د شهیدانو له روحیې الهام واخلي، او خپل مبارزه تر هغې وخته پورې دوام ورکړي، څو بشپړې ازادۍ، خپلواکۍ او د خلکو پر اراده ولاړ حکومت ته ورسېږي.
بې له شکه، حالات بدل شوي دي او د مبارزې لارې چارې هم بدلون موندلی دی. له همدې امله، خوشبختانه نن ورځ د هېواد آزادې او زړورې ښځې د اوسني استبداد او جهالت پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي، او د حاکمې ډلې بدوي منطق د دوی د مبارزې پر وړاندې مات شوی دی. د طالبانو د زورواکۍ او شاتګپالنې کیسه ناکامه شوې، او دا ډله تر بل هر وخت زیات رسوا شوې ده. سره له دې چې د بیان ازادي تر فشار لاندې ده او خپلواکې رسنۍ تړل شوې دي، زموږ یو یو هېوادوال په نړۍ کې هر چیرې یوه ژوندي رسنۍ ده، او په حقیقت کې، یوه سرتاسري او ګډه مبارزه د تورتم او ظلم پر ضد روانه ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، چې د هېواد له سیاسي ګوندونو، جهادي شخصیتونو، د آزادو ښځو اړوندو بنسټونو، مدني فعالانو او د بشر د حقونو له ملاتړو څخه جوړه تر ټولو ستره سیاسي چتره ده، د افغانستان د ولس د مقدس جهاد د بریا د کلیزې د لمانځلو ترڅنګ یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د نورو سیاسي خوځښتونو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره یو ځای، د اوسني ظلم او استبداد پر ضد، د ازادۍ، عدالت، او د خلکو پر اراده ولاړ مشروع نظام تر جوړېدو پورې، خپله مبارزه جاري ساتي.
موږ همدارنګه یو ځل بیا له د نړۍ ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې له یوې اړخیزې تعامل څخه دې لاس واخلي، له هغه تروریستي ډلې سره چې لا هم پر خپلو تېرو جنایتونو ویاړي، د لسګونو تروریستي ډلو د حضور زمینه یې په افغانستان کې برابره کړې، او سیمه او نړۍ یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا