جستجو
Close this search box.

په دې وروستیو کې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ملګرو ملتونو له خوا د “افغانستان لپاره جامع لیدلوری” تر عنوان لاندې یوه طرحه خپره شوې ده، چې موخه‌یې د افغانستان د مهمو ستونزو د حل لپاره د نړیوال تعامل لاره موندل دي.

که څه هم دا سند تر اوسه رسمي ډول د طالبانو له مخالفو مهمو جریانونو سره نه دی شریک شوی، خو د دې له احتمالي اغېز سره د افغانستان د خلکو پر برخلیک، دا اړتیا ده چې د تېر وخت ناکامو تجربو ته اشاره وشي. تر نن ورځې پورې، ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې د افغانستان د ټولنې موجود حقیقتونه په یوه متوازنه او بې‌طرفانه لید کې راونغاړي؛ له همدې امله د دې سازمان هېڅ یوه طرحه تر اوسه بریالۍ نه ده پلي شوې.

موږ ، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي شورا په توګه، د طالبانو د نامشروع حاکمیت مخالفو مشخصو سیاسي آدرسونو په استازیتوب، لاندې ټکي اعلانوم:

۱- موږ د ملګرو ملتونو او دوستو هېوادونو له هغو واقعي هڅو مننه کوو چې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د سیاسي بهیر د احیا په موخه ترسره شوي، خو ټینګار کوو چې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په اړه هر ډول هڅه یا طرح، پرته د افغانستان د خلکو د واقعي استازو له ګډون څخه، د منلو وړ نه ده او حتمي ناکامۍ ته محکومه ده.

۲- د داسې رژیم استازو ته بلنه ورکول چې نه ملي او نه نړیوال مشروعیت لري، د قطر (دوحه) په نږدې غونډه کې، که هر نوم ورته ورکړل شي لکه “موقتي اداره”، او د افغانستان د خلکو د واقعي استازو نادیده نیول، د ملګرو ملتونو د منشور د روح ښکاره نقض، د بشري حقونو بې‌احترامي، د افغان ښځو توهین، او د تروریزم او افراط‌ګرایۍ ملاتړ ګڼل کېږي.

۳- اوس چې د طالبانو مخالف اکثریت ځواکونه توانېدلي دي د یوه واحد چتر لاندې سره راټول شي، څو د طالبانو د مجبورولو لپاره یو ګډ مقاومت ته دوام ورکړي، د دغو ځواکونو نادیده نیول په افغانستان پورې اړوند غونډو کې، نه توجیه کېدونکی دی او نه د منلو وړ.

۴- موږ، سره له دې چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د دوستو هېوادونو هڅې د بحران د ختمېدو لپاره ستایو، خو ټینګار کوو چې یوازې د بانک مرکزي شتمنیو، د بندیزونو د کمیټې یا دپلوماتیکو نمایندګیو موضوعاتو ته تمرکز، پرته له دې چې د مشروع او قانوني نظام د نشتون بحران ته رسیدګي وشي، یو سطحي، فریبنده او ناکافي اقدام دی.

۵- د ښځو د حقونو په اړه سطحي چلند د منلو وړ نه دی. د آنلاین زده‌کړو یادونه د ښځو د اساسي حقونو د تضمین پر ځای، د یوه جدي بشري بحران د پټولو هڅه ده.

۶- موږ د افغانستان د مدني ټولنو د استازو حضور د هېواد د راتلونکي په اړه د مذاکراتو په بهیر کې هرکلی کوو، خو په عین حال کې، د ځانګړو اشخاصو انتخابي او غیرشفاف بلنه، د شک وړ او د منلو وړ نه ده.

۷- د طالبانو مخالف ځواکونه، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د یو ټول‌ګډونه د سولې د بهیر پر اړتیا ټینګار کوي او خپله بشپړه امادګي اعلانوي، څو د یوه مشروع، جامع او فراخ بهیر په لور همکاري وکړي. موږ له ملګرو ملتونو، ذیدخلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې داسې یو بهیر طرح او ملاتړ وکړي چې د افغانستان خلک پکې محور وي او د یوه مشروع نظام د جوړېدو زمینه د خلکو د ارادې له مخې، د انتخاباتو له لارې، برابره شي.

و من الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟