د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع عالي شورا، د ۱۴۰۴ د سرطان په ۶مه نېټه، د خپلو ډېری غړو په حضور سره یوه غونډه وکړه، تر څو د سیمې او هېواد د وروستیو سیاسي تحولاتو ارزونه وکړي. په دې غونډه کې د افغانستاني کډوالو د جبري او بېسابقې شړلو په اړه چې د ګاونډیو هېوادونو لهخوا ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې د غونډې، او د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس لهخوا طالبانو ته د مرستو د بندیز قانون د تصویب په اړه د مجمع دریځونه وڅېړل شول، او اړینې پرېکړې وشوې.
۱. په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو وضعیت
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع عالي شورا، د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو د اندېښمنوونکي او بېسابقې بهیر په تړاو چې په ایران او پاکستان کې روان دی، ژوره اندېښنه څرګنده کړې. شورا پرېکړه وکړه چې له اړوندو چارواکو سره د اړیکو نیولو او خبرو اترو لپاره لازم اقدامات وشي، څو د مهاجرینو د وضعیت د ښهوالي لپاره حللارې ولټول شي.
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په وروستیو ورځو کې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د ایران او اسراییلو ترمنځ دولس ورځنۍ نښته وشوه، له ایران څخه د افغان مهاجرینو ډلهییز ایستل نور هم زور اخیستی دی. ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې له مهاجرینو سره د ایران د امنیتي مامورینو چلند غیرانساني او له اسلامي ارزښتونو لرې دی، او په ډېرو مواردو کې یې د هغوی انساني کرامت تر پښو لاندې کړی دی. حتی ډېرو مهاجرینو ته دا فرصت نه دی ورکړل شوی چې د خپلو کارونو مزدورۍ ترلاسه کړي یا له ایراني ښاریانو سره مالي حسابونه تصفیه کړي.
دا یو ښکاره حقیقت دی چې د افغانستان د یو مشروع، پراخ بنسټه او اغېزمن نظام د نه شتون له امله، او د دې ترڅنګ چې د طالبانو ډله نه د دې لوی شمېر مهاجرینو د منلو ظرفیت لري او نه هم کومه اراده، دا وضعیت کولی شي ژر تر ژره یوه بشپړه بشري فاجعه رامنځته کړي. له همدې امله، د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له د ایران او پاکستان له چارواکو څخه په جدي توګه غواړي چې د افغان مهاجرینو د ستنېدو لپاره یو شفاف، انساني او انعطافمن میکانیزم جوړ کړي، داسې چې نه یوازې د دواړو ملتونو ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې زیانمنې نه شي، بلکې مهاجرین وکولی شي چې له کوربه هېواد څخه له عزت او ښې خاطرې سره راستانه شي
۲. د امریکا د کانګرس د وروستي پرېکړهلیک په اړه د مجمع دریځ
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د امریکا د کانګرس له لوري د طالبانو ډلې ته د مرستو د بندیز د لایحې له تصویب څخه هرکلی کوي، او دا اقدام، که څه هم ناوخته، خو د ترهګرۍ او افراطګرایۍ د تمویل سرچینو د بندولو په لور یو مثبت ګام ګڼي. شک نشته چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د امریکا له مالي مرستو څخه د خپلې غاصبانه او زورواکۍ واکمنۍ د پیاوړتیا، او همداراز د افراطي ډلو د ملاتړ لپاره استفاده کړې ده. هیله کېږي چې د دې پرېکړې له لارې، لږ تر لږه د دغې ډلې یوه مهمه مالي سرچینه بنده شي.
۳. د دوحې ناسته او د ملګرو ملتونو له طالبانو سره تعامل
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع په خپله غونډه کې، له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د یو اړخیزو خبرو اترو بهیر وڅېړه، چې د افغانستان د ولس د واقعي استازو له شتون پرته ترسره کېږي، او دا یې د طالبانو د لا پیاوړتیا او هغوی ته د مشروعیت ورکولو هڅه وبلله. شورا باور لري چې د دغه نیمګړي بهیر دوام نه یوازې د افغانستان د بحران په حل کې مرسته نه کوي، بلکې دا به بحران لا پیچلی کړي.
له همدې امله، مجمع له ملګرو ملتونو غواړي چې له تېرو ناکامو تجربو لاس واخلي، او د هر ډول راتلونکو خبرو اترو یا ناستو د مدیریت لپاره، یو شفاف، پراخ بنسټه او عادلانه میکانیزم رامنځته کړي، چې په کې د ټولو سیاسي لوریو، مدني بنسټونو، سیاسي استازو او د افغانستان د خلکو لهخوا د باور وړ شخصیتونو ګډون پکښی یقیني وي.