د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو د ډلي د ملیشو لخوا د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ پر بېدفاعو خلکو وحشیانه او غیرانساني بریدونه په کلکو ټکو غندي.
طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې نه د انساني کرامت درناوی کوي، نه د اسلامي اصولو پابند دي او نه هم د بشري حقونو قوانینو ته ژمن دي. په دې وحشیانه بریدونو کې ملکی خلک شکنجه شول، توهین شول او ووژل شول، یواځې ځکه چې هغوی د عدالت غوښتنه کوله او پر پراخ فقر او د کار د ابتدایي امکاناتو د نشتوالي اعتراض یې کاوه.
د مقاومت عالي شورا په صراحت سره وایي چې طالبانو د خپلو څلورو کلونو واکمنۍ په موده کې نه یوازې دا چې د عدالت تامین، د فقر کمښت یا د یو مشروع نظام د جوړښت په لور هېڅ ګام نهدی پورته کړی، بلکې د زور، تاوتریخوالي، ترور او سرکوب له لارې یې د افغانستان خلک یرغمل کړي دي.
د ولسي پاڅونونو د ځپلو سیاست، د وېرې خپرولو فضا رامنځته کول او د صحرايي محاکمو پلي کول، نن په بدخشان کې، پرون په پنجشیر کې، او که نړیواله ټولنه او د بشرپالنې وجدانونه چوپ پاتې شي، سبا به دا فاجعه په بل ځای کې تکرار شي.
موږ له نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو له سازمان، د اسلامي همکاریو له سازمان، د سیمې له هېوادونو او ټولو بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې دا جنایتونه په جدي توګه وڅېړي، ثبت یې کړي، طالبان د خپلو ضد بشري کړنو په وړاندې مسؤل وبولي، د مظلومو افغانانو غږ واوري او د دوی تر څنګ ودرېږي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ولسي پاڅونونو او ټولو عدالتغوښتونکو، خپلواکو خوځښتونو ترڅنګ ولاړه ده.
د افغانستان خلک حق لري چې په سوله او امن کې، له عزت سره ژوند وکړي، د زدهکړې، کار او انتخاب حق ولري.