جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د روسیې د فدراسیون وروستی پرېکړه چې طالبانو ته یې رسمي پېژندنه ورکړې، په ژورې خواشینۍ سره یو بې‌باوره، بې‌مسؤولیته او له راتلونکي لید نه تش ګام بولي او دا پرېکړه غندي.

دغه پرېکړه نه یواځې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او قومي او مذهبي لږکیو اساسي حقونه ښکاره ډول تر پښو لاندې کوي او د افغانانو د سولې، عدالت او ډیموکراسۍ د لوړو هیلو سپکاوی کوي، بلکې زموږ هېواد، سیمه او نړۍ ته به خطرناک امنیتي عواقب هم ولري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا باور لري چې سیاسي مشروعیت او نړیوال رسمیت هغه مهال معنا پیدا کوي چې د ولس له ارادې څخه راوتلی وي، نه دا چې پر بې‌پروا تعاملاتو او له راتلونکي لید پرته پرېکړو ولاړ وي. هغه ډلې ته مشروعیت ورکول چې د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېدلې او لا هم د افغان ولس د بشري حقونو د نقض او د اساسي آزادیو د ځپلو لړۍ ته دوام ورکوي، نه یوازې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف عمل دی، بلکې د نړیوالې ټولنې له هغو ژمنو سره هم په ټکر کې دی چې د افغانستان د ولس ملاتړ یی کړې دي.

موږ له نړیوالې ټولنې او مسؤلو دولتونو تمه لرو چې د افغانستان د خلکو اراده او هیلو ته درناوی وکړي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په افغانستان کې مستبدو او بشر ضد ډلو ته قوت ورکوي.

عالي شورا ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ولس د دردونو او برحقو غوښتنو پر وړاندې بې‌پروا پاتې نشي او باید له هغو کړنو ځان وساتي چې استبداد ته ادامه ورکوي او د ولس د ازادیو مخه نیسي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان درنو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی تر څنګ ولاړه ده او د بشري حقونو، ټولنیز عدالت، ازادۍ او د قانون د حاکمیت لپاره خپل مشروع مبارزه ته دوام ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟