د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع، د روسیې فدراسیون وروستی اقدام چې طالبانو ته یې رسمي پېژندنه ورکړې، په کلکه سره غندي او دا پرېکړه یې د ژورې خواشینۍ او اندېښنې وړ بولي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې افغانستان له سختو بحراني او اندېښمنو شرایطو سره مخ دی، او د دې هېواد دروند ولس هره ورځ له څرګندو او سیستماتیکو بشري حقنقضیو سره مخامخ دی.
د طالبانو پېژندنه – داسې یوې ډلې ته چې له واک ته رسېدو سره سم یې د زور او تاوتریخوالي له لارې د افغانستان د ملت بنسټیز ارزښتونه، لکه د ښځو حقونه، مدني آزادۍ او ټولنیز عدالت تر پښو لاندې کړي – د میلیونونو افغانانو له آرمانونو سترګې پټول او د بشري حقونو او نړیوالو حقوقو له مسلمو اصولو سرغړونه ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او مسؤلو دولتونو څخه غوښتنه کوي چې طالبان د یوې مستبدې او بشري حقنقضو ډلې په توګه وپیژني، او له هر هغه سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیک اقدام څخه په کلکه ډډه وکړي چې دې ډلې ته مشروعیت ورکوي.
موږ پر دې باور یو چې د افغانستان پایدار سوله او امنیت یواځې هغه مهال تأمینېدای شي چې د ولس ریښتینې اراده ته درناوی وشي، عدالت تحقق پیدا کړي او اساسي آزادۍ تضمین شي. استبدادي ډلو ته مشروعیت ورکول نه یواځې د بحران او بېثباتۍ دوام ته زمینه برابروي، بلکې د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښ متوجه کوي.
ملي مجمع، د افغانستان له مظلوم او مقاوم ولس سره د خپل ژمنې د نوي کولو ترڅنګ ټینګار کوي چې د دوی تر څنګ ولاړ دی او د عدالت، آزادۍ او د قانون د حاکمیت د تحقق لپاره له مشروعو هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع