جستجو
Close this search box.

د خواشینۍ او تأسف وړ ده چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو او مذهبي قشرونو پر دیني او مذهبي مراسمو، په ځانګړي ډول د محرم او د عاشورا د سوګ مراسمو، بې‌ساري محدودیتونه له‌خوا د طالبانو له‌خوا هر کال تر پخوا زیاتېږي. سږ کال هم تر دې دمه په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره غیر انساني چلند شوی، او د بې‌اساسه پلمو په نوم پر دغو مراسمو نور محدودیتونه هم وضع شوي دي

د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د خلکو د باوري راپورونو او رسنیو د رپوټونو پر بنسټ تر اوسه پورې د عاشورا د مناسکو او آيينونو پر وړاندې توهین‌آمېزه چلندونه شوي، او له بده مرغه تر اوسه هېڅ داسې بنسټ یا شخص نه‌دی لیدل شوی چې د دې غیرانساني او غیراخلاقي کړنو مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د حضرت اباعبدالله الحسین (رض)، د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د لمسي د سوګ ورځو درناوی کوي، او د امام حسین د مکتب د پیروانو او ټول ماتم کوونکو ته د عاشورا د ورځې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

له بلې خوا، د طالبانو له لوري له ماتم‌کوونکو سره توهین‌آمېز او ظالمانه چلندونه، او د عاشورا د آيينونو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کول، شورا په کلکه غندي، او هیله لري چې خلک وکولای شي د سکون، وقار او باور په فضا کې د عاشورا مراسم ترسره کړي او د حسین بن علي (رض) د آزادۍ‌ غوښتنې او عدالت‌ پالنې لاره ژوندۍ وساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟