د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع د نړیوالې جزایي محکمې له تاریخي پرېکړې څخه، چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر شوی، کلک هرکلی کوي. دا اقدام د عدالتغوښتنې، حسابورکونې او په افغانستان کې د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی ایښودو په لور یو مهم او بېساری ګام ګڼل کېږي.
هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني، د طالبانو د جوړښت په سر کې د دوو مهمو شخصیتونو په توګه، د هغو جرمونو په تنظیم او ترتیب کې رول لوبولی دی چې انساني وجدان یې ټپي کړی دی. دا جرمونه، د مخالفینو په فزیکي ډول له منځه وړلو څخه نیولې تر سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له خپلو اساسي بشري حقونو څخه محرومولو پورې، د مدني آزادیو له ځپلو څخه نیولې تر ویرې او بې عدالتۍ د فضا خپریدو پورې، ټول د نړیوال قانون او بشري اصولو د جدي سرغړونو روښانه مثالونه دي. دوی نه یوازې په هیواد کې عدالت تر پښو لاندې کړی دی، بلکې د نړیوالو ادارو مشروعیت یې هم ننګولی دی.
موږ له ټولو هغو هېوادونو چې د روم اساسنامې غړي دي، او له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د دې حکم په پلي کولو کې بشپړه همکاري وکړي او له هغو کسانو سره چې د نړیوالو جرمونو په تور تعقیب کی وی ، له هر ډول سیاسي یا دیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان ولس له تاریخي بېعدالتۍ، ساختاري تبعیض او د مذهبي افراطیت له واکمنۍ کړېږي، د هاګ د محکمې دا اقدام کولای شي د نړیوال عدالت د تامین او په افغانستان کې د روان بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره نوی بهیر پیل کړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع یو ځل بیا د حسابورکونې، د جنایتکارانو د محاکمې او د افغانانو د بنسټیزو حقونو د تضمین پر اصل ټینګار کوي، او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بهیر عملي او مؤثر ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع