جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د تاجکستان له ورور، هم‌فرهنګه او قدرمن دولت څخه د افغان مهاجرینو د درناوي، کرامت‌من کوربه‌توب او بشردوستانه اقداماتو له امله، خپله ژوره او صمیمانه مننه څرګندوي. شورا باور لري چې د بشردوستانه نړیوالو اصولو پر بنسټ ولاړې مسؤلانه تګلارې، د تاجکستان دولت سیمه‌ییز او نړیوال حیثیت نور هم روښانه کړی دی.

د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري حقونو د اندېښمنو تحولاتو له امله، سلګونه زره افغانان اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي. په داسې حال کې چې لا هم افغانستان له امنیت، د قانون حاکمیت، او د وګړو د ژوند او اساسي ازادیو له بنسټیزو شرایطو بې‌برخې دی، د دغو کډوالو جبري ستنول نه یوازې د نړیوالو تعهداتو خلاف ګڼل کېدای شي، بلکې دا چاره به له جدي انساني خطرونو او سیمه‌ییزو ناوړه پایلو سره مل وي.

سربېره پر دې، په تاجکستان کې د افغان مهاجرینو یوه ستره برخه د ویزې او قانوني اقامت اسناد لري او هلته یې حضور د تاجکستان د ملي قوانینو او عام نظم له چوکاټ سره سم دی.

له همدې امله، د ملي مقاومت عالي شورا، د ګډ ژوند، فرهنګي ورورولۍ، او د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو پر بنسټ، له درنه دولت تاجکستان څخه په درنښت غوښتنه کوي، چې له جبري ایستلو څخه ډډه وکړي او خپلې بشري او حمایوي پالیسۍ دوام ورکړي.

موږ ډاډه یو چې د تاجکستان هوښیار مشرتابه او ستر ملت به د افغان مظلوم ملت ترڅنګ پاتې شي، او له نړیوالو بنسټونو سره په ګډه، د کډوالو لپاره دایمي او د بشري کرامت پر بنسټ حل‌لارې ولټوي او خپل اغېزمن نقش به ولوبوي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟