جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، له ژورې اندېښنې او ملي مسئولیت سره، هغه باوري راپورونه او میداني شواهد له نږدې څاري چې څرګندوي په میدان وردګو ولایت کې د بهسود په سیمه، په بامیانو ولایت کې د پنجاب ولسوالۍ، په غور ولایت او یو شمېر نورو سیمو کې د جبري کډوالۍ، قهري ځای‌ناستۍ او قومي پاک‌سازۍ یو هدفمند بهیر پراخ شوی دی. شورا په ډی اړه خپل رسمي دریځ څرګندوي.

یادې کړنې د ظالمې طالب ډلې د مستقیم ملاتړ یا عملي همکارۍ او د کوچیانو په مشارکت سره تنظیم شوې دي. دا کړنې د یوې هدفمندې پالیسۍ ښکاره نښې دي چې موخه یې د نفوسو د توازن ګډوډول، قومي انجینري، او د یادو سیمو د ټولنیز جوړښت کمزوری کول دي.

د باوري شواهدو پر بنسټ، په دې سیمو کې اصلي خلک په سیستماتیک ډول د ګواښونو، ډارولو، بې ځایه کولو، د اساسي بشري حقونو څخه محرومولو او په زوره ایستلو لپاره په نښه شوي دي. دا کړنې نه یوازې د ملي ګډ ژوند، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې په ځان کې د ډله ایزو جرمونو، جوړښتي تبعیض اود قومي تصفیه کولو یوه څرګنده بیلګه هم ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا ټینګار کوي چې دا پېښې یواځې محلي شخړې یا تصادفي پېښې نه دي، بلکې د یوې خطرناکې ستراتیژۍ برخه ده چې هدف یې د تاریخي هویتونو له منځه وړل، د بومي ټولنو فرهنګي او جغرافیایي حذف، او د طالبانو د استبدادي، واک‌محور او انحصارطلب نظم تحمیل دی.
دغه ډله نه سیاسي مشروعیت لري، نه قانوني، او نه هم ولسي ملاتړ، او ګڼ شواهد شته چې دا ډلې د دغو ناورینونو له عاملینو سره مستقیمه همکاري لري.

له همدې امله، د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د هغوی له سیاسي دفتر (یوناما)، د بشري حقونو له عالي کمیشنری، او ټولو ناظر او مسئول بنسټونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې روښانه دریځ ونیسي، سمدلاسه د حقیقت‌موندنې پلاوي واستوي، دا جنایات مستند او ثبت کړي، پر طالبانو لازم سیاسي او حقوقي فشار وارد کړي، او د متضررینو لپاره بیړنده بشردوستانه مرستې برابرې کړي، تر څو خپلو اخلاقي، وجداني او حقوقي مسئولیتونو ته ځواب ووايي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟