د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ژورې خواشینۍ او درد سره، د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه له تر ټولو تریخو او فاجعهبارو پیښو کلیزه یادوي؛ هغه فاجعه چې د ۱۳۷۸ لمریز کال د اسد په میاشت کې، د طالبانو د ظالمې ډلې او د هغوی د ترهګرو ملګرو لکه القاعدې لخوا د هېواد د شریفو او ازادو خلکو، د لوی شمالی پر سیمو، راوستل شوه.
په دې سوزنده میاشت کې، لکه څنګه چې لمر په تنده تودوخه ځلیږي، د طالبانو د غچ او قهر لمبې د انسانانو پر ژوند، باغونو، انګورو، کورونو او د شمالی د خلکو پر یادونو راولوېدې. هغه کسان چې د ترهګرۍ په وړاندې، ښځې او سړي، زړې او ځوانان لکه د اوسپنې دېوال ودرېدل، په بېرحمانه ډول تر برید لاندې راغلل. خو د خلکو د مقاومت او آزادۍ غوښتنې روح مړ نهشو؛ بلکې همدغه ظلم، د پوهې، ارادې او استقامت تخم په دې ملت کې وکاره.
د لوی شمالی د خلکو مقاومت نه یوازې یوه نظامي غبرګون و، بلکې د داسې ملت د ویښتابه او پوهې نښه وه، چې نهغوښتل د جهل، استبداد او د تیاره قرون وسطی افکارو پر وړاندې سر ټیټ کړي. د دې درېدنې پایله هغه نسل و، چې له امید او انګېزې سره مکتبونو، پوهنتونونو ته لاړل، کار یې وکړ، فکر یې وکړ او د یو پرمختللي، اباد او آزاد افغانستان لپاره یې ارمانونه او طرحې وزېږولې.
په ډېره خواشینۍ سره، په وروستیو کلونو کې، د جمهوریت په جوړښت کې پټې خاینانه کړۍ، د سازش، تسلیمۍ او ناوړه مماشاتو له لارې، د طالبانو د بیا راتګ زمینه برابره کړه. د دې ښکاره خیانت او جوړښتي تبانی په نتیجه کې، هېواد یو ځل بیا د یو استبدادي، شاتګپاله او تاوتریخواليپالې ډلې تر ولکې لاندې راغی. نن ورځ هم، طالبان د انتقام په بڼه، د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو، ځوانانو، بېلابېلو قومونو او د عدالتغوښتونکو جریانونو څخه غچ اخلي.
د دې ټولو سره سره، د پوهې او آزادۍغوښتنې لمبه لا نه ده مړه شوې. نن د لوی شمالی د خلکو د مقاومت او عدالتغوښتنې پیغام د هېواد د ټولو ځوانانو په زړونو او ذهنونو کې انګازې کوي؛ هغه نسل چې په تېرو دوو لسیزو جمهوریت کې، د ټولو ستونزو سره سره، فکري او ټولنیز پخوالی ترلاسه کړی دی. دا باخبره نسل پوهېږي، چې یوازینۍ لاره د ظلم او وروستهپاتېوالي څخه د خلاصون لپاره، ملي یووالی، له قومي او ژبنیو درزونو څخه تېرېدل، او د مقاومت، عدالت او پرمختګ په لاره کې حرکت دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، پداسې حال کې چې د لوی شمالي ناورین د مظلوم قربانیانو یاد ته درناوی کوي، د عدالت، بشري حقونو، جنسیتي مساوات، تعلیم، د بیان آزادۍ او دیموکراتیکو جوړښتونو په لور د دوی پر دوامداره لاره ټینګار کوي. موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د تاریخي تراژیدیو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د ظلم او جنایتونو د دوام په وړاندې چوپ پاتې نشي، او د دې خاورې د آزادۍ غوښتونکو غږونه واوري او ملاتړ یې وکړي.