اګست پنځلسمه یوازې یو نېټه په جنتري کې نه ده؛ دا د افغانستان پر کړېدلي بدن یوه پرانستې زخم دی. دا هغه ورځ ده چې یوازې واک نه، بلکې د خلکو عام باور، د نسلونو زحمتونه او د جمهوریت پر بنسټ جوړښتونو هیله په ناڅاپه ډول له منځه لاړه او یوې داسی ډلې ته وسپارل شوه چې د تاوتریخوالي، ظلم او د انسانیت د انکار په منطق سره یې په هیواد واکمني کوله.
په دې توره ورځ کې نه د واک سوله ییز لېږد ترسره شو او نه کوم ملي پرېکړه وشوه؛ بلکې یو ښکاره خیانت او شرمناکه تېښته د خلکو پر وړاندې د ظلم د ماشین په وړاندی یوازې پرېښودل. د طالبانو ظالمه ډله نه د ملت د ارادې له لارې، بلکې د پردې تر شا د معاملو، ګواښونو او د ګډې ارادې د بېاغېز کولو له لارې پر هېواد وتپل شوه. یوه ډله چې نه قانون پېژني، نه د خلکو رایه ته درناوی کوي او نه د انسان کرامت ته ارزښت ورکوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د اګست پنځلسمه د جمهوریت پر بنسټ د نظام د ړنګېدو او د یو نوي کړاو، تبعیض او د خلکو د حق د سلبولو د دورې د پیل نښه بولي. له هغې ورځې تر ننه زموږ ملت د خفګان تر سیوري لاندې ژوند کوي؛ نجونې له زدهکړې بېبرخې، ښځې له ټولنیز ژوند شړل شوې، د معترضو غږونو سرکوب، او د وطن څېره د اجباري کډوالۍ، فقر او تاوتریخوالي له امله ټوټه ټوټه شوې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په څرګند ډول اعلان کوي چې د طالبانو ظالمه واکمني له قانوني، سیاسي او اخلاقي مشروعیت څخه بېبرخې ده او نه شي کولی د افغانستان د خلکو او یا د دې خاورې د راتلونکي استازیتوب وکړي. دا ټپل شوی وضعیت نه یوازې د عدالت او ازادۍ نفي ده، بلکې د سیمې د ثبات او د نړۍ د بشري حقونو د ارزښتونو لپاره جدي ګواښ هم دی.
موږ پر دې باور یو چې د دې کړکېچ څخه د وتلو لاره په اوسني وضعیت د عادي کولو په هڅه کې نه، بلکې د ګډ عقل په بسیج، د خلکو د غږ په پیاوړتیا او د داسې جوړښت په بیا رغاونه کې ده چې د ملت پر ازادې ارادې، د اتباعو پر برابري او د سیاسي او ټولنیزې ریښتینې ونډې پر بنسټ ولاړ وي.
موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له د افغانستان له خلکو سره همغږې شي، د نرمښت پالنې او خوشباورانه تعامل له سیاستونو لاس واخلي او خپل ملاتړ هغو ځواکونو ته ور واړوي چې په انساني کرامت، ټولنیز عدالت او ریښتینې ولسواکۍ باور لري. هېڅ پایداره سوله پرته له عدالت او هېڅ ثبات پرته له د خلکو ریښتینې ونډې امکان نه لري.
موږ د کړېدلو خلکو، چوپ کړل شویو فعالانو، د امیدوارو میندو، جلاوطنه ځوانانو او هغو وګړو ترڅنګ ولاړ یو چې لا هم د یوه ازاد، برابر او انساني افغانستان خوب په زړه کې لري. دا خوب که څه هم محاصره شوی، خو لا هم ژوندي دی؛ ځکه چې رښتیا په اسارت کې نه شي ساتل کېدای.
اګست پنځلسمه د هېرولو ورځ نه ده؛ دا د ملي وجدان د بیدارۍ، د تېرو په اړه د جدي بیا کتنې او د عدالت، ازادۍ او انساني کرامت سره د نوې ژمنی دنوی د کولو ورځ ده.