د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د خورا ژور غم او اندېښنې سره، په ختیځو سیمو کې رامنځته شوې ویجاړوونکې زلزله چې د سلګونو مظلومو هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوې، یوه ستره انساني فاجعه بولي او د دې دردناک پېښې له پاتې شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي.
دغه ناوړه پېښه په داسې حال کې زموږ د رنځېدلي ولس پر خلکو راواقع شوه چې افغانستان له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، او د یوه مشروع او ځواب ویونکي نظام نه شتون په عمل کې د دې ډول فاجعو د عاجلې او هر اړخیزې رسیدګۍ زمینه محدوده کړې ده. په داسې حال کې چې د زیانمنو شویو بېړنۍ اړتیاوې لکه سرپناه، خوراکي توکي، روغتیایي خدمتونه او بیړنۍ مرستې تر هر وخت ډېرې حیاتي دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د شهیدانو لپاره د الهي بخښنې او رحمت، او د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي، او له ټولو نړیوالو مرستندویو بنسټونو، خیریه سازمانونو او د بشري حقونو ادارو څخه غوښتنه کوي چې په دې بحراني حالت کې د افغانستان له مظلوم ولس سره همکاري وکړي او هرڅومره ژر چې کېږي د دې فاجعې زیانمنو شویو ته د مرستې لاس ورکړي.
موږ باور لرو چې د افغانستان خلک به د خپل ملي یووالي، زغم او تاریخي استقامت په مټ له دې سخت امتحان څخه هم په سرلوړتیا ووځي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د قربانیانو له غمجن کورنیو سره خپله صمیمانه همدردي څرګندوي او ځان یې په غم کې شریک ګڼي.