جستجو
Close this search box.

بسم‌الله الرحمن الرحیم

د افغانستان ستر ملت د خپلې اوږدې او پېچلې تاریخي مبارزې په اوږدو کې، تل د یرغل، اشغال، ظلم، استبداد او بې‌عدالتۍ پر وړاندې ولاړ دی او د خپلو زړورو زامنو د پاکې وینې په تویولو یې د آزادۍ او ملي عزت ساتنه کړې ده. اوس چې د شهید د اونۍ او د هېواد د ملي اتل، د جهاد او مقاومت د جاویدان قوماندان احمد شاه مسعود د څلورویشتمې تلین په درشل کې یو، موږ ـ د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا او د احمد شاه مسعود بنسټ ـ د ټولو شهیدانو سپېڅلې روحونو ته په درنښت او عاجزۍ سره دا ګډ پرېکړه لیک صادروو:

د شهیدانو او ملي مشرانو درناوی

۱. د جهاد او مقاومت شهیدانو، د تېرو شلو کلونو شهیدانو او هغو کسانو چې په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د ظالمانه او نامشروع سلطې پر مهال د آزادۍ او انساني کرامت په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، یاد او نوم د افغانستان د ملت لپاره یوه ابدي میراث او معنوي پانګه ده. د هغوی پاکې وینې زموږ د ملت د استبداد او بې‌عدالتۍ پر وړاندې د مقاومت ښکاره سند دی.

۲. موږ د سولې له شهید استاد پروفیسور برهان‌الدین رباني، د ملي یووالي له شهید استاد عبدالعلي مزاري، له مارشال محمد قسیم فهیم، شهید حاجي عبدالقدیر، احمدخان سمنګاني، مطلب بیګ، شهید سید مصطفی کاظمي او نورو ټولو د عدالت او آزادۍ د لارې له شهیدانو په درنښت یادونه کوو. دا شخصیتونه د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود ترڅنګ د مقاومت، عدالت غوښتنې، سولې او ملي یووالي سمبولونه ګرځېدلي دي، چې ځای به یې د ملت په حافظه کې تلپاتې وي.

۳. د وروستیو پېښو قربانیان لکه د کنړ زلزله او د اسلام‌قلعه – هرات په لاره کې د مسافر وړونکې بس د سوځېدو دلخراش پېښه، د دې وطن د مظلومو شهیدانو له ډلې ګڼل کېږي. موږ له داغدارو کورنیو سره خپله ژوره همدردي څرګندوو او دا پېښې د طالبانو د تحمیلي ډلې د ناکامۍ او بې‌مسؤولیتۍ څرګنده نښه بولو.

د افغانستان اوسنی وضعیت

۴. افغانستان نن د خپلې معاصرې تاریخچې په یوه له تر ټولو پېچلو او بحراني پړاوونو کې قرار لري. د طالبانو مستبدې ډلې د نامشروع او له هر ډول ملي او نړیوال مشروعیت بې برخې واک په زور تپلی، هېواد یې په سیاسي انزوا، ټولنیز بحران او د فقر او ناامنۍ په کندې کې ورټېل وهلای دی.

۵. په تېرو څلورو کلونو کې:

  • د خلکو اساسي حقوق، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي او هغوی له زده‌کړو، کار او ټولنیزې ونډې محرومه شوې دي؛
  • د هېواد قومونه او مذهبونه د تبعیض او سیستماتیک حذف ښکار شوي او د ملي یووالي بنسټونه یې سخته زیانمن کړي؛
  • ملي اقتصاد د سقوط تر درشل رسېدلی او میلیونه کورنۍ په بې‌ساري ډول د فقر او لوږې سره مخ شوې دي؛
  • جبري مهاجرت زرګونه ځوانان او کورنۍ له خپلو ټاټوبو شړلي دي؛
  • د بیان ازادي او مدني حقوق په بشپړ ډول سلب شوي او هر عدالت غوښتونکی غږ په زور چوپول کېږي.

۶. افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شوی، چې د طالبانو له سیستماتیک ملاتړ څخه برخمن دي او نه یوازې افغانستان ته بلکې سیمې او نړۍ ته جدي ګواښ پېښوي.

۷. دا وضعیت یوازې د افغانستان راتلونکی نه ګواښي، بلکې د سیمې او نړۍ ثبات او امنیت هم له خطر سره مخامخوي. د دې حالت دوام افغانستان د بشري بحرانونو، افراط‌ګرۍ او پراخ مهاجرتونو په یوه مرکز بدلولی شي.

تعهدات او غوښتنې

۸. موږ په ښکاره او قاطع ډول اعلان کوو چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لاره د یوه ملي، مشروع او ولسواک نظام په جوړولو کې ده؛ داسې نظام چې د ملت پر آزاد اراده ولاړ وي، ټولنیز عدالت تضمین کړي، د ښځو او نارینه‌وو حقوق په مساوي ډول رعایت کړي او د قومونو او مذهبونو یووالي ته درناوی ولري.

۹. له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان، دوستو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان د روانې فاجعې پر وړاندې بې‌تفاوت پاتې نه شي. موږ د افغان ولس له عملي، سیاسي او حقوقي ملاتړ غوښتنه کوو او خبرداری ورکوو چې د طالبانو د استبدادي واکمنۍ په رسمیت پېژندل د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو او سرکوبولو ته مشروعیت ورکول دي.

۱۰. ټول سیاسي، ټولنیز او فرهنګي جریانونه، د هېواد دننه او بهر، باید د شهیدانو د آرمانونو په سیوري کې لاسونه سره ورکړي او یوه پراخه ملي جبهه او ټولیز مقاومت جوړ کړي، څو افغانستان د بحران او استبداد له منګولو خلاص کړي.

۱۱. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا او د احمد شاه مسعود بنسټ، د ملي اتل، د سولې شهید، د ملي یووالي شهید او د دې وطن د ټولو شهیدانو د لارې او اندونو په پاسدارۍ سره ژمن دي چې د هېواد ځوان نسل له عدالت، آزادۍ، مقاومت او ملي یووالي له ارزښتونو سره بلد کړي او د افغانستان د روښانه او عزتمند راتلونکي د بیا رغونې لپاره پرله‌پسې هڅې وکړي.

پای

په پای کې، د افغانستان د ټولو شهیدانو ـ له جهاد او مقاومت له ورځو تر تېرو شلو کلونو پورې، د طالبانو د څلور کلنې نامشروع سلطې شهیدانو او د وروستیو طبیعي او انساني پېښو د قربانیانو ـ سپېڅلو روحونو ته درناوی وړاندې کوو او له الله متعال څخه د افغانستان ملت ته د سولې، امنیت، عدالت او روښانه او پایدار راتلونکي غوښتنه کوو.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا

د احمد شاه مسعود بنسټ

سپتمبر ۲۰۲۵ – سنبله ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟