جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د بشري ارزښتونو، عدالت، آزادۍ او د هېواد د وګړو د انساني کرامت په بشپړه ژمنتیا سره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له پرېکړه لیک څخه چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه تصویب شوی، هرکلی کوي او خپل ملاتړ ترې اعلانوي.

یاده شورا، د نړیوالې ټولنې د وجداني او اصولي دریځ مننه کوي او ټینګار کوي چې دا پرېکړه لیک د افغان ولس د تریخ او دردناکه واقعیت څرګندونه کوي؛ هغه ولس چې د ظالمې طالب ډلې تر واک لاندې له خپلو بنسټیزو انساني حقونو بې‌برخې شوی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له څرګند او عادلانه دریځه هرکلی کوي چې پکې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، ظلم، او منظم تاوتریخوالي غندنه شوې ده. دغه شورا ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کولو ترڅنګ، قومي، سیاسي او مذهبي تصفیې، جبري کوچونه او د بهرنیو ترهګرو اسکان د افغانستان د خلکو په کورونو او سیمو کې هم روان دي. شورا د نړیوالې خپلواکې څېړنې او د جنایتونو د مستندسازۍ د میکانېزم له جوړېدو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو ټول عاملین، په ځانګړي ډول د ظالمې طالب ډلې مشران، باید حساب ورکړي.

شورا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د سیاسي او دیپلوماتیک فشارونو له لارې د طالب ډلې ته ووايي، ټول ډول تبعیض، خودسرې نیونې، شکنجه، غیرانساني جزاګانې او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار باندې بندیزونه سمدستي پای ته ورسوي. شورا له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو، هنرمندانو او مدني فعالانو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي او د انساني او حقوقي ملاتړ زمینه برابره کړي.

دغه شورا همدارنګه له هغو هېوادونو او سازمانونو څخه مننه کوي چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د نړیوالې څېړنې په برخه کې همکاري کوي، په ځانګړې توګه د نړیوال جزایي محکمې او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون په چوکاټ کې. شورا ټینګار کوي چې د معافیت ختمول او عدالت تأمین د تلپاتې سولې او واقعي ثبات لپاره بنسټیز شرط دی، او د بشري حقونو د منظم نقض په وړاندې بې‌پروایي د بشریت پر وجدان خیانت ګڼل کېږي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د هېواد له ولس او نړیوالې ټولنې سره یوځای، د آزاد، عادلانه او انساني راتلونکي غوښتنه کوي؛ داسې راتلونکي چې په کې هېڅ ښځه، سړی او ماشوم د خپل جنس، قوم، مذهب یا عقیدې له امله له خپلو حقونو بې‌برخې نه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟