د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د هېواد پر قلمرو د وروستي هوايي برید په تړاو، لاندې ټکي د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته رسوي:
۱. د منل شویو نړیوالو اصولو او موازینو له مخې، د هر هېواد پر ارضي تمامیت تعرض او تېری د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور څرګند نقض بلل کېږي. هېڅ هېواد حق نه لري د بل هېواد ارضي بشپړتیا تر پښو لاندې کړي. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا دا ډول سرغړونې د غندنې وړ بولي او د دغو بریدونو مستقیمه مسوولیت د طالبانو پر ډلې اچوي، ځکه دا ډله د خپل ترهګریز چلند له امله هېواد په ناامنه او بېثباته وضعیت کې ساتلی دی.
۲. له دې سره سره، دا یوه تریخ او نهانکارېدونکې واقعیت ده چې نننۍ افغانستان له مشروع ملي او نړیوال حاکمیت څخه بېبرخې ده. د طالبانو تسلط پر کابل نه یوازې د افغانستان د خلکو لهخوا، بلکې د نړیوالې ټولنې لهخوا هم غیرمشروع ګڼل کېږي. د دې ډلې یو شمېر مشران او ډېری غړي د نړیوالو معتبرو بنسټونو، په ځانګړې توګه د نړیوال جزایي محکمې لهخوا، د جنایتونو په ارتکاب تورن او محکوم پېژندل شوي، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست او د بندیزونو او تعقیب لاندې دي.
۳. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا مخکې له دې څو ځله خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو ډله د ترهګریز چلند له مخې هېواد د نړیوالو ترهګرو ډلو په خوندي پناهځای بدل کړی دی. د دې خبرې شواهد مخکې هغه وخت څرګند شول، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې ووژل شو، او اوس په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر یو شمېر مشرانو برید دا واقعیت یو ځل بیا په ښکاره توګه ثابتوي.
۴. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د طالبانو ویاندان تل ادعا کوي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه لري او له دې هېواده هېڅ بل هېواد ته ګواښ متوجه نه دی. خو د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د مشرانو فعاله حضور او پناه اخیستل، چې څو ځله یې د پاکستان بېګناه وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان او د ښوونځیو زدهکوونکي د خونړیو بریدونو هدف ګرځولي، دا څرګندوي چې افغانستان په ژور بحران او بېثباتي کې راګېر دی.
۵. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا باور لري، تر هغه چې د افغانستان د بحران لپاره بنسټیز او سیاسي حل ونهپلټل شي، د فرامرزي ترهګرو ډلو فعالیتونه به د هېواد په خاوره کې دوام وکړي او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به یو جدي ګواښ پاتې شي. په دې حالت کې، افغانستان نه یوازې د ترهګرۍ په پناهځای، بلکې د بېثباتۍ د صادرولو په سرچینه بدلېدلی شي.
۶. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د اوسني بحران حل نه د طالبانو د ظالمې ډلې په رسمیتپېژندنه او تعامل کې، بلکې د حاکمیت په جوړښت کې د بنسټیز بدلون په راوستلو کې نغښتی دی. دا بدلون باید د افغانستان د خلکو د ارادې او رأیې له لارې، د ازادو، شفافو او ولسواکو ټاکنو په ترسره کولو سره عملي شي، څو راتلونکی سیاسي نظام وکولای شي له خپل ولس سره د باور، عدالت او ملي مشارکت پر بنسټ ژوند وکړي، او له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې ولري.