جستجو
Close this search box.

د ژور غم او خواشینۍ په احساس، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د هېواد په شمالي سیمو کې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوې فاجعه، چې له امله یې د هېواد یو شمېر مظلومو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او خلکو ته یې درانه مالي او کورني زیانونه اړولي دي، یوه دردناکه او لړزونکی ضایعه بولي.

دا خواشینوونکې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان خلک د سخت اقتصادي او بشري کړکېچ تر ټولو درانه پړاوونه تېروي. د یوه مشروع او حساب‌ورکوونکي نظام نشتوالی د مرستو د رسولو او د بحران د مدیریت بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او زرګونه اغېزمنې کورنۍ د پناه ځای، خوراکي موادو، روغتیایي خدمتونو او بېړنیو بشري مرستو سختو اړتیاوو ته پرې ایښې دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د داغمنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي، د دې غم‌انګېزې پېښې د شهیدانو لپاره د خدای (ج) له دربار څخه د رحمت او مغفرت دعا کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري.

دغه راز شورا له ټولو نړیوالو بنسټونو، مرستندویو سازمانونو، خیریه مؤسسو او دوستو هېوادونو غوښتنه کوي چې په دې سختو شېبو کې د خپلې انساني او وجداني دندې پر بنسټ د افغانستان د متضررو خلکو مرستې ته بېړه وکړي او د بېړنیو بشري مرستو په رسولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د افغانستان مېړنی او زغمناک ملت به، د خپل ایمان، یووالي او حوصله‌مندۍ په مټ، دا تریخ ازمیښت هم د عزت او استقامت په توګه تر شا پرېږدي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟