دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
جمعه 5 جدی 1404
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په ژور خپګان او زیاتې خواشینۍ سره، د ایران د اسلامي جمهوریت په پوله کې د یو شمېر مظلومو افغان ښاریانو د مړینې له امله د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.

دا دردناکه پېښه یو ځل بیا د افغان ښاریانو پرله‌پسې کړاوونه او نازک وضعیت څرګندوي؛ هغه ښاریان چې د هېواد پر وړاندې د ژورو سیاسي، اقتصادي او بشري بحرانونو له امله اړ شوي دي خپل کورونه او مېنې پرېږدي او په ناامنو او له خطره ډکو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی، د دغو هېوادوالو مړینه د غمځپلو کورنیو لپاره او د افغانستان د ملت د جمعي وجدان لپاره ستره ضایعه بلل کېږي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې د افغان ښاریانو د ناقانونه کډوالۍ دوام د هېواد د یوه اغېزمن، ځواب‌ویونکي او مشروع حکومت د نشتون مستقیمه پایله ده. شورا له نړیوالې ټولنې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په اړه په خپلو تګلارو او سیاستونو کې جدي او مسؤلانه بیاکتنه وکړي او د یوه ټولشموله، قانونمند او اغېزمن نظام د رامنځته کېدو عملي ملاتړ وکړي، تر څو د ثبات، امنیت او دوامدار معیشت زمینه برابره شي؛ تر څو افغان ښاریان اړ نه شي چې ناقانونه او له خطره ډکو کډوالیو ته مخه کړي او د خپل وطن په خاوره کې د باعزته ژوند حق یې خوندي شي.

دا شورا له غمځپلو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او د مړیو لپاره د الهي رحمت او مغفرت، او د پاتې شویو لپاره د صبر، زغم او ارامۍ دعا کوي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟