دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
جمعه 19 جدی 1404
جستجو
Close this search box.
Uzbek-Day-14-jadi

د جدې څوارلسمه، د ازبکي او ترکمني ژبو د رسمي کېدو کلیزه، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه ارزښتناک فرهنګي او حقوقي لاسته‌راوړنې یادونه ده او زموږ د ملت د ژبني تنوع او فرهنګي شتمنۍ د رسمیت پېژندنې روښانه نښه بلل کېږي؛ هغه ملت چې هویت یې د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو په ګډ ژوند کې مانا مومي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا دغه فرهنګي او تاریخي مناسبت ټولو ازبک‌تباره او ترکمن‌تباره هېوادوالو، او همدارنګه د هېواد ټولو هغو وګړو ته چې د برابري، انساني کرامت او ملي یووالي پر اصولو باور لري، په صمیمانه توګه مبارکي وایي.

په عین حال کې، شورا په ژوره اندېښنه یادونه کوي چې نن ورځ د طالبانو د مستبدې او ترهګرې ډلې تر واکمنۍ لاندې، د افغانستان ژبې، کلتورونه او ملي ویاړونه په قصدي او سیستماتیک ډول څنډې ته تمبول شوي او په جبري انزوا کې ساتل کېږي؛ داسې اندېښمن حالت چې نه یوازې د وګړو فرهنګي حقونه، بلکې د ملي یووالي او سوله‌ییز ګډ ژوند بنسټونه په جدي توګه ګواښي.

د ملي مقاومت عالي شورا باور لري چې د ازبکي او ترکمني په ګډون د ملي ژبو ساتنه، پیاوړتیا او ترویج د هېواد د ټولو وګړو مشروع، تاریخي او نه سلبېدونکی حق دی، او هېڅ مستبد او افراطي جوړښت نشي کولای دغه مشروع حقونه له پامه وغورځوي یا محدود یې کړي.

دغه شورا د دې ورځې په درناوي سره، یو ځل بیا د افغانستان د ټولو قومونو د فرهنګي، ژبني او مدني حقونو د دفاع په برخه کې پر خپلې اصولي ژمنتیا ټینګار کوي او د یوه ټول‌شموله، عادلانه او د خلکو له ازادې ارادې راټوکېدلي نظام د رامنځته کېدو پر اړتیا بیا ټینګار کوي؛ ځکه دا یوازینۍ لاره ده چې هېواد د انحصار، تبعیض او استبداد له کړۍ څخه وباسي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟