د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، په ژوره اندېښنه، د هند دولت هغه اقدام چې ځان د نړۍ تر ټولو ستره ډموکراسي بولي، د طالبانو له ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او د افغانستان د دیپلوماتیک استازولۍ د سپارلو په برخه کې، د افغانستان د ولس له تمو لیری ګڼي او دا پرېکړه بېړه ناکه او د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې بولي.
د نړیوالو حقوقو بنسټیز اصول او د ملګرو ملتونو د منشور غوښتنې دا څرګندوي چې د دولتونو پېژندنه او د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت باید د حقوقي مشروعیت، د ولس استازیتوب او نړیوالو ژمنو ته د پابندۍ پر بنسټ وي. د طالبانو ډله، د نړیوال رسميت پېژندنې د نشتوالي او په افغانستان کې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو د پرلهپسې او ښکاره سرغړونو له امله، نه دا شرایط لري او نه یې کله لرلي دي. له طالبانو سره تعامل او د اړیکو عادي کول، چې یوه افراطي ډله ده، ترهګریز فکر لري او د افغانستان د ولس استازیتوب نه کوي، همدارنګه د افغانستان له ولس سره د هند د ژورو او تاریخي اړیکو په رڼا کې، له تمې او انتظار څخه لرې کار دی.
د ملي مقاومت عالی شورا په دې باور ده چې له طالبانو سره تعامل او د هغوی پېژندنه به په سیمهییزه او نړیواله کچه جدي، منفي او نه جبرانېدونکي امنیتي او ټولنیزې پایلې ولري، د تلپاتې سولې او د نړیوالو اصولو پر بنسټ د نظم د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې به زیانمنې کړي او دغه ډله به د لا ډېرو ویجاړوونکو فعالیتونو ترسره کولو ته وهڅوي.
موږ له هند دولت څخه، چې د افغانستان د ولس پخوانی دوست دی، تمه لرو چې د تاریخي او کلتوري ګډو اړیکو او د افغانستان د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له افغان ولس او د هغوی له واقعي استازو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. دا شورا همدارنګه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ناورین په وړاندې مسؤلانه چلند وکړي، احتیاطي او د نړیوالو حقوقو پر بنسټ تګلاره غوره کړي او د افغانستان د ولس اراده په نظر کې ونیسي.
