دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
پنج‌شنبه 9 دلو 1404
جستجو
Close this search box.

د افغانستان دژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، په ډېرې خواشینۍ او ژور تأسف سره، د محترم پوهاند عبدالسلام عظیمي، د سترې محکمې پخواني رئیس او قاضي‌القضات د وفات له امله د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د هېواد علمي ټولنې ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

بې له شکه، مرحوم پوهاند عظیمي د علم او فرهنګ له روښانه څېرو څخه و، چې خپل ټول ژوند یې د علم او پوهې د زده‌کړې، د ټولنې د سربلندۍ او پرمختګ لپاره وقف کړی و. ارواښاد پوهاند عظیمي د خپل ژوند په ټولو پړاوونو کې، که د استاد او د کابل پوهنتون د رئیس په توګه او که د جمهوري ریاست د سلاکار او د سترې محکمې د رئیس په توګه، تل په رښتینې مینه د ولس او هېواد خدمت ته ژمن پاتې شوی و.

د داسې یو بااخلاقه، فرهیخته او خدمتګار عالم له لاسه ورکول د علم او فرهنګ په ډګر کې ستره ضایعه ده. د ملي مقاومت عالی شورا د لوی خدای (ج) له دربار څخه د مرحوم لپاره پراخ رحمت او مغفرت، او د هغه د پاتې شونو لپاره د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟