دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
دوشنبه 11 حوت 1404
جستجو
Close this search box.

د ژورې خواشینۍ او اندېښنې په څرګندولو سره، موږ په کلکه هغه پیښه غندو چې له امله یې حاجي کرام‌الدین رضازاده، د ملي شورا د خلکو پخوانی استازی، د غور ولایت پخوانی مرستیال والي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا غړی، د ایران اسلامي جمهوریت د کرج په ښار کې د وسلوالو کسانو له خوا په یوه تاوتریخجن او تروریستي اقدام کې ټپي شوی دی. دا جنایتکارانه عمل له ټولو انساني، حقوقي او اخلاقي اصولو سره په ټکر کې دی او د هېوادوالو د امنیت او ارامۍ پر وړاندې یو جدي ګواښ بلل کېږي.

موږ د دې غیرانساني او تروریستي عمل په کلکه غندنه کوو، د هغه له کورنۍ او نږدې خپلوانو سره خپله صمیمانه خواخوږي څرګندوو او د حاجي کرام‌الدین رضازاده لپاره د عاجلې روغتیا او بشپړې جوړېدنې دعا کوو.

همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت له امنیتي ادارو څخه غوښتنه کېږي چې د لا زیاتو همکاریو او اغېزمنو او مخنیوي تدابیرو په نیولو سره، د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت او پیاوړتیا په موخه، په ځانګړې توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت هغو نظامي او ملکي کارکوونکو لپاره چې په هغه هېواد کې مېشت دي، لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

موږ باور لرو چې د مسؤلو بنسټونو رښتینې او دوامداره همکاري کولای شي د دې ډول خواشینوونکو پېښو د تکرار مخه ونیسي او د امنیت او متقابل باور د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟