د ملي مقاومت عالي شورا د نجونو د زده کړې، تعلیم او تربیې له حق، د هېواد د اصلي معارف د نظام د ساتنې او پیاوړتیا، او همدارنګه د ښځو د مشروع کار، ازادۍ او ټولنیز مشارکت څخه خپل کلک او هر اړخیز ملاتړ اعلانوي. موږ باور لرو چې زده کړه د هر انسان اساسي حق او په افغانستان کې د پرمختګ، عدالت، پوهاوي او تلپاتې ثبات بنسټ دی.
نن ورځ د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، له پراخو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ دي چې د طالبانو ډلې پر ټولنې تحمیل کړي دي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل، ښځې له کار او ټولنیز حضور څخه محرومول، د اساسي ازادیو محدودول، او د ښوونیزو او فرهنګي بنسټونو کمزوري کول، د افغانستان د خلکو د بشري او مدني حقونو د ښکاره نقض بېلګې دي.
د ملي مقاومت عالي شورا طالبان د دې وضعیت مستقیم مسئول ګڼي او ټینګار کوي چې د دغو استبدادي سیاستونو دوام به افغانستان د ناپوهۍ، بېوزلۍ، انزوا او ژورو ټولنیزو بحرانونو پر لور سوق کړي. هېڅ ټولنه د ښځو په ځپلو او د ځوان نسل له زده کړو څخه په محرومولو سره سوکالۍ او ثبات ته نه شي رسېدلی.
همدارنګه، په افغانستان کې کارکوونکې ښځې له جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او په ډېرو مواردو کې له خپلو کاري حقونو، امتیازاتو او عادلانه فرصتونو څخه بې برخې دي. د کاري فرصتونو کمښت، د دندې د امنیت نشتوالی، او د ښځو اساسي حقونو ته نه پاملرنه، زموږ د میلیونونو هېوادوالو پر ژوند دروند فشار راوستی دی.
د ملي مقاومت عالي شورا له ټولو علماوو، فرهنګیانو، مدني بنسټونو، ملي شخصیتونو، ازادي غوښتونکو ځواکونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، د زده کړې، ازادۍ، عدالت او انساني کرامت د حقونو په ملاتړ کې د افغانستان د ملت ترڅنګ ودرېږي او د ظلم او محرومیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
موږ باور لرو چې د افغانستان راتلونکی به د علم، پوهاوي، عدالت او د ټولو وګړو د برابر حضور پر بنسټ جوړېږي، او هېڅ ځواک نه شي کولای چې د پوهې او ازادۍ رڼا د تل لپاره مړه کړي.
