د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د هېواد د کانونو دوامدار، غیرقانوني، غیرمسلکي او بېرویه استخراج، په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې، په کلکو ټکو غندي. هغه څه چې نن په بدخشان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې روان دي، د ملي شتمنیو ښکاره غصب او د هغو داراییو چور او تالان دی چې د افغانستان د ټولو خلکو ګډ ملکیت ګڼل کېږي. د کانونو غیرمعیاري استخراج، پرته له دې چې تخنیکي اصول او ملي ګټې په پام کې ونیول شي، نه یوازې د هېواد اقتصادي بنسټونه زیانمن کړي، بلکې د راتلونکو نسلونو حقوق یې هم له جدي خطر سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له فقر، بېکارۍ او سختو اقتصادي او معیشتي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي، د هېواد د طبیعي سرچینو عواید د عامه هوساینې او ملي ګټو لپاره نه مصرفېږي، بلکې د افراطي جوړښتونو د پیاوړتیا او د طالبانو د مشرانو د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي. شواهد ښيي چې دا بهیر یوازې په بدخشان پورې محدود نه دی، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ملي سرچینې په غیرقانوني ډول غصب او ترې ناوړه استفاده کېږي.
د ملي مقاومت عالي شورا همداراز د ملکي وګړو وژنه، د ولسي اعتراضونو ځپل، او د بدخشان له اوسېدونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند په کلکه غندي. د زور، وېرولو، وهلو ټکولو او له خلکو سره د سپکاوي ډک چلند کارول، د دې افراطي ډلې د ځپونکي او د ولس ضد ماهیت څرګندونه کوي. همدارنګه د طالبانو له خوا د سختو او غیرانساني قوانینو تصویب او عملي کول، د اساسي آزادیو محدودول، او په کابل کې د شیعه مذهب علماوو ته سپکاوی او بېاحترامي، د هغو افراطي، تبعیضي او تفرقهاچوونکو سیاستونو دوام ښيي چې د هېواد ملي یووالی او ټولنیز ثبات یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې د هېواد طبیعي سرچینې د افغانستان د خلکو ګډ ملکیت دی او باید د شفافیت، قانونمندۍ او ملي ګټو پر بنسټ مدیریت شي، نه دا چې د یوې ډلې د ګټو او د ځپونکو سیاستونو د دوام لپاره وکارول شي. موږ د افغانستان له خلکو، ملي شخصیتونو، علماوو، مدني بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د ملي شتمنیو د غصب، د بشري حقونو د نقض او د خلکو د ځپلو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، او د عدالت، انساني کرامت او د افغانستان د راتلونکې د دفاع لپاره په مسؤلانه او متحدانه ډول ودرېږي.
