بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان مسلمان او خدایپال ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کوي. لوی اختر د ايمان، قربانۍ، يووالي او لوړو انساني ارزښتونو د څرګندېدو ستر مظهر دی.
د افغانستان خلک په داسې حال کې د دې ستر اختر هرکلی کوي چې د فقر، بېکارۍ، تنګلاسۍ او ناهيليو دروند سيوری د ميليونونو کورنيو پر ژوند خپور شوی دی. نن ورځ د کاري فرصتونو نشتوالی، د ښځو او نارينهوو ترمنځ د بېسارې بېکارۍ پراخوالی، او سخت اقتصادي مشکلات زموږ له ډېرو هېوادوالو څخه خوښي او آرامي اخيستې ده. د کورنيو سرپرستان په ډېر سخت او اندېښمن حالت کې د خپلو اولادونو د ژوند د لومړنيو اړتياوو د برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي؛ داسې وضعيت چې د افغانستان د باعزته ملت وړ نه دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د فقر، بېکارۍ او محروميت تر سخت فشار لاندې له سخت ژوند سره مخ دي، طالبان د افراطي، انحصار غوښتونکي او استبدادي چلند له لارې د هېواد پر برخليک واکمن شوي دي. دغه ډله د ملي او ولسي مشروعيت د نشتوالي او د حسابورکونې د اصل د نه موجوديت له امله، نه يوازې د اقتصادي او ټولنيزو بحرانونو په مهارولو کې پاتې راغلې ده، بلکې د خپلو محدودوونکو او غيرمسؤلانه سياستونو له لارې يې د فقر، بېکارۍ او ټولنيزو کړاوونو لمن په بېساري ډول پراخه کړې ده. د دې حالت دوام د افغانستان د بېشمېره خلکو له کورونو هيله، آرامي او خوښي اخيستې او د ميليونونو هېوادوالو ژوند يې له ژورو بشري او معيشتي ستونزو سره مخ کړی دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا باور لري چې افغانستان يوازې د عدالت، آزادۍ، د خلکو د واقعي ګډون، د انساني کرامت د ساتنې، او د يو ملي او ځوابويونکي نظام د رامنځته کېدو له لارې د ثبات، هوساينې او روښانه راتلونکي پر لور حرکت کولای شي.
موږ هيله لرو چې دا مبارک اختر د ملي يووالي، تفاهم، عدالت، ثبات او د افغانستان لپاره د يوه روښانه راتلونکي د نوي فصل پيلامه وي؛ داسې راتلونکی چې پکې زموږ د هېواد هېڅ ښځه او نارينه د فقر، تبعيض، بېکارۍ او محروميت قرباني نه وي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د هېواد له ځورېدلو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د لوی خدای له درباره د افغانستان د درانه ملت د عبادتونو، دعاګانو او قربانيو د قبولۍ غوښتنه کوي.
د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایو!
