دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
شنبه 3 اسد 1405
جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېرې ژورې خواشینۍ سره، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د نورستان ولایت او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو له رامنځته کېدو خبره ترلاسه کړه. دا زړه بوږنوونکې پېښې تر ټولو زیات زیانونه په نورستان ولایت کې اړولي دي، او ورسره د ننګرهار، پنجشېر، پروان، لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو کې هم د ګڼو هېوادوالو د وژل کېدو، ټپي کېدو او درنو مالي زیانونو سبب شوې دي. دغو غمجنو پېښو یو ځل بیا ډېرې کورنۍ د خپلو عزیزانو په ویر کېنولې او د افغانستان پر ټول ولس یې د غم او ماتم سیوری خپور کړ.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا دغه دردناکه غمیزه د شهیدانو او قربانیانو درنو کورنیو، د نورستان درنو خلکو او ټولو زیانمنو هېوادوالو ته په ژورې خواخوږۍ او اخلاص سره تسلیت او تعزیت وړاندې کوي. له لوی خدای جل جلاله څخه د ټولو شهیدانو لپاره د پراخ رحمت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا، پاتې کورنیو ته د جمیل صبر، او ټولو زیانمنو هېوادوالو ته د سکون، هوساینې او د ستونزو د ژر هواري دعا کوي.

هغه څه چې نن د افغانستان پر خلکو تېر شوي، یوازې د یوې طبیعي پېښې پایله نه ده، بلکې د کلونو کلونو بې‌غورۍ، د اغېزمنو پلانونو د نشتوالي او د ورته پېښو پر وړاندې د لازم چمتووالي د نه شتون څرګند انعکاس هم دی. د طالبانو استبدادي ډله، د دې پر ځای چې د ناورینونو د مدیریت لپاره اغېزمن میکانیزمونه رامنځته کړي، د ژغورنې او مرستندویه ادارې پیاوړې کړي او د خلکو د سر او مال ساتنې ته لومړیتوب ورکړي، د خپلې بې‌کفایتۍ، ناتوانۍ او بې‌مسؤولیتۍ له امله یې ولس د طبیعي افتونو پر وړاندې بې‌وسه او بې‌دفاع پرېښی دی؛ داسې وضعیت چې د دې ډول پېښو انساني او مالي زیانونه یې څو برابره زیات کړي دي.

دغه شورا له ملګرو ملتونو، کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو، دوستو او ګاونډیو هېوادونو، بشري مرستندویه سازمانونو، سوداګرو، خیرخوا خلګو  او ټولو نیک‌اندېښو انسانانو څخه غوښتنه کوي چې د ورکو شویو کسانو د موندلو، د ټپیانو د درملنې، د زیانمنو کورنیو د سرپناه برابرولو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، په ځانګړي ډول په نورستان ولایت کې، خپلې عاجلې او اغېزمنې مرستې هر څه ژر برابرې او ورسوي.

همدارنګه، له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې د ملي یووالي، همغږۍ او مسؤولیت‌پالنې په ساتلو سره، د دې سترې غمیزې له زیانمنو سره اوږه په اوږه ودریږي او د هغوی د دردونو او کړاوونو د کمولو لپاره، په ځانګړي ډول د نورستان له درنو خلکو سره، خپل انساني او ملي مسؤولیت په فعاله توګه اجرأ کړی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *