دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
یکشنبه 1 سنبله 1405
جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

د اګست پنځلسمه، طالبانو ډلې ته د واک د سپارلو پنځمه کلیزه، زموږ د هېواد په معاصر تاریخ کې د یوې ترخې او برخلیک ټاکونکې پېښې یادونه ده؛ هغه پېښه چې نه یوازې یې د دولت جوړونې، ولسواکۍ او پرمختګ بهیر ودراوه، بلکې افغانستان یې د یوې متحجرې، انحصار غوښتونکې او له ملي مشروعیت څخه بې‌برخې ډلې تر واکمنۍ لاندې راوست او زموږ ملت یې د خپل تاریخ له تر ټولو ژورو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او بشري بحرانونو سره مخ کړ.

نن، له پنځو کلونو تېرېدو وروسته، افغانستان لا هم د طالبانو ډلې د ځپونکو سیاستونو په اسارت کې دی؛ هغه ډله چې د زور، د مخالفینو د حذف، د واک د انحصار او د خلکو د ارادې د له پامه غورځولو له لارې یې هېواد د نړیوالې انزوا، اقتصادي سقوط او د ټولنیزو درزونو د پراخېدو پر لور سوق کړی دی.

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د آزادۍ، عدالت، ولسواکۍ او د افغانستان د خپلواکۍ د لارې د ټولو شهیدانو د یاد او خاطرې د درناوي او د استبداد او افراطیت ټولو قربانیانو ته د احترام په وړاندې کولو سره، لاندې موارد د خپلو ګډو دریځونو په توګه اعلانوي:

لومړی: موږ پر افغانستان د طالبانو د متحجرې ډلې واکمني د زور او تاوتریخوالي د تحمیل پایله بولو او هغه د خلکو پر آزادې ارادې ولاړ مشروعیت څخه بې‌برخې ګڼو. د دې وضعیت دوام د بحران، بې‌ثباتۍ، سیاسي انزوا او د افغانستان د ملت د نه ختمېدونکو کړاوونو د دوام اساسي لامل دی.

دوهم: موږ د طالبانو ډلې استبدادي، انحصار غوښتونکي او ځپونکي سیاستونه، چې له خپل‌سرو نیونو، شکنجو، د بیان د آزادۍ له ځپلو، د آزادو رسنیو له چوپولو، د مسلکي او متخصصو کادرونو له حذف، د وېرې او وحشت د فضا له رامنځته کولو او د هېواد د وګړو له لومړنیو بشري حقونو څخه له محرومولو سره مل دي، په کلکو ټکو غندو.

درېیم: موږ د طالبانو ډلې له خوا پراخې وژنې، له قضايي بهیر پرته وژنې، جبري نادرکه کول او د ژوند د حق نور جدي نقضونه، چې باوري ملي او نړیوالو سرچینو په وار وار د سلګونو او حتی زرګونو مواردو د پېښېدو راپورونه ورکړي، په کلکو ټکو غندو. د دغو کړنو دوام د بشري حقونو، د عدالت د اصولو او نړیوالو ژمنو ښکاره نقض دی او په افغانستان کې د وېرې، بې‌باورۍ او بشري بحران د دوام او پراخېدو لامل ګرځي. موږ د خپلواکو څېړنو، د دغو جنایتونو د عاملینو د حساب ورکولو او د دې بهیر د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوو.

څلورم: موږ د طالبانو ډلې له خوا د بشري حقونو ضد فرمانونو پرله‌پسې صادرول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له زده‌کړو، لوړو زده‌کړو، کار، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه محرومول، د فردي او مدني آزادیو محدودول او له عامه ډګر څخه د ښځو سیستماتیک حذف، د انساني کرامت پر وړاندې ښکاره جنایت او د انسان د بنسټیزو حقونو څرګند نقض بولو. دغه سیاستونه نه یوازې د افغانستان اوسنی راتلونکی، بلکې د راتلونکو نسلونو برخلیک هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

پنځم: موږ د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره د قومي او مذهبي تبعیض د سیاستونو زیاتوالی غندو. د افغانستان د قومونو، په ځانګړې توګه د هزاره ولس او د شیعه مذهب د پیروانو پر وړاندې ښکاره تبعیض، له برابرو مدني حقونو څخه د هغوی محرومول، د مذهبي آزادیو له پامه غورځول او وروستي تبعیضي چلندونه د عدالت، ملي ګډ ژوند، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د وګړو له اساسي حقونو سره په ټکر کې دي. افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور دی او هېڅ ډله حق نه لري چې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د هېواد د وګړو ترمنځ تبعیض وکړي.

شپږم: موږ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو او د هغوی د حضور له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه خپله ژوره اندېښنه او خبرداری څرګندوو. د دغو ډلو د فعالیتونو دوام د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت او ثبات له جدي خطر سره مخ کوي او د افراطیت، تاوتریخوالي او ناامنۍ د پراخېدو زمینه برابروي. موږ ټینګار کوو چې د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي، له ترهګرۍ سره د هغې په ټولو بڼو د مبارزې او د دې ګډ ګواښ د له منځه وړلو لپاره د نړیوالې ټولنې مسؤلانه همکاري اړینه ده.

اووم: موږ د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت، چې د طالبانو ډلې د ناکارآمدو او انحصار غوښتونکو سیاستونو مستقیمه پایله ده، د ژورې اندېښنې وړ بولو. د بې‌ساري فقر او بې‌کارۍ پراخېدل، اقتصادي سقوط، د تولیدي فعالیتونو بندېدل، د پانګونې کمېدل، بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا زیاتوالی، د ځوانانو، نخبه‌ګانو او متخصصو کادرونو پراخه مهاجرت او په ټولنه کې د ناهیلۍ پراخېدل، افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ کړی دی.

اتم: موږ د آزادۍ له ټولو غوښتونکو ځواکونو، ملي شخصیتونو، د مقاومت له جبهاتو او ټولو هغو جریانونو څخه چې د ملي مسؤلیت په احساس سره د طالبانو د متحجرې ډلې پر وړاندې ولاړ دي او د آزادۍ، عدالت، ولسواکۍ، د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د ملت د عزت او کرامت لپاره مبارزه کوي، د زړه له کومې مننه او قدرداني کوو او د هغوی مشروع مقاومت د افغانستان د ملت د هغه طبیعي حق یوه برخه بولو چې له استبداد او انحصار څخه ځان خلاص کړي.

نهم: موږ د افغانستان د ښځو زړورې او الهام‌بښونکې مبارزې، چې په خورا سختو شرایطو کې یې د ګواښونو، زندان، شکنجې او پراخو فشارونو سربېره د آزادۍ، برابرۍ او عدالت له آرمانونو دفاع کړې، په ویاړ ستایو. د افغانستان ښځې د خپل تاریخي مقاومت له لارې د افغان ټولنې په ویښ وجدان او د افراطیت او استبداد پر وړاندې د مدني مقاومت په سمبول بدلې شوې دي.

لسم: موږ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، اروپايي ټولنې، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او ټولو مسؤلو دولتونو څخه غواړو چې د بشري حقونو د سیستماتیک نقض، مذهبي او قومي تبعیض، د ښځو د ځپلو، خپل‌سرو نیونو او د طالبانو ډلې د استبدادي سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لامل ګرځي.

یوولسم: موږ پر دې باور یو چې د افغانستان راتلونکی یوازې د داسې نظام په رامنځته کېدو تضمینېدای شي چې د خلکو له آزادې ارادې څخه سرچینه واخلي، پر ټاکنو، عدالت، د قانون پر حاکمیت، د ټولو قومونو او مذهبونو پر عادلانه مشارکت، د بشري حقونو پر رعایت، د ملي یووالي پر ساتنه او انساني کرامت ته پر درناوي ولاړ وي.

دولسم: موږ له ټولو سیاسي ځواکونو، ملي شخصیتونو، علماوو، روڼ‌اندو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې او د وطن له ټولو بچیانو څخه غوښتنه کوو چې د یووالي، همدردۍ او همغږۍ په ساتلو سره، له اوسني بحران څخه د افغانستان د ژغورلو، د استبداد د پای ته رسولو، د عدالت د تحقق، د تلپاتې سولې د تأمین او د یوه ټول‌شموله او ولسواک نظام د رامنځته کولو لپاره په مسؤلانه او متحدانه توګه هڅې وکړي.

د جمهوري نظام د سقوط په پنځمه کلیزه کې، موږ د افغانستان له شریف ولس سره خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کوو چې د هغوی ترڅنګ به د آزادۍ، عدالت، برابرۍ، ملي عزت، د ټولو وګړو د حقونو د دفاع او د یوه آزاد، آباد، خپلواک او د ملت پر اراده ولاړ افغانستان د جوړولو لپاره له هېڅ مشروعې هڅې څخه ډډه ونه کړو.

تل دې وي آزاد، خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان!

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا

۲۴ زمری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *