دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
یکشنبه 29 سنبله 1405
جستجو
Close this search box.

د شهید اوونۍ د هغو زرګونو ښځو او نارینه‌وو د سرښندنو یاد راژوندی کوي، چې د افغانستان د آزادۍ، خپلواکۍ، عدالت او سرلوړۍ لپاره یې خپل ژوند قرباني کړی دی. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د شهید اوونۍ او د افغانستان د ملي اتل، شهید احمدشاه مسعود د شهادت د تلین په مناسبت د افغانستان شریف ولس، د شهیدانو درنو کورنیو او د هېواد ټولو آزادۍ غوښتونکو او د عدالت د لارې مبارزینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ملي اتل یوازې یو پوځي قوماندان نه و؛ هغه د مقاومت، آزادۍ غوښتنې او د افغانستان د عزت او خپلواکۍ د دفاع سمبول و. هغه د اشغال او استبداد پر وړاندې ودرېد او د داسې افغانستان لپاره یې مبارزه وکړه چې ټول قومونه او وګړي پکې له برابرو حقونو څخه برخمن وي او په آزاد او له عدالته ډک چاپېریال کې ژوند وکړي. د هغه باور پر آزادۍ، ټولنیز عدالت، انساني کرامت او د ښځو او نارینه‌وو پر سیاسي مشارکت ولاړ و. ملي یووالی، زده‌کړه او د ښځو فعال رول د افغانستان د راتلونکي په اړه د هغه د لیدلوري مهمې برخې وې؛ داسې یو راتلونکی چې پر اسلامي او انساني ارزښتونو او د یوه خپلواک او متحد افغانستان پر بنسټ ولاړ وي.

د شهید احمدشاه مسعود رول او کارنامه د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځانګړی ځای لري. هغه د شوروي یرغل پر وړاندې د جهاد په دوران کې په پنجشېر کې د ولسي مقاومت په رهبرۍ سره دغه سیمه د پایښت او مقاومت په سمبول بدله کړه. وروسته یې هم د طالبانو د افراط‌پالنې پر وړاندې ودرېد او د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د حقونو د دفاع لپاره یې مبارزه وکړه. د هغه مقاومت او سرښندنې د افغانستان د خلکو د مقاومت په تاریخ کې د هغه نوم تلپاتې کړی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د شهید احمدشاه مسعود ترڅنګ د سولې شهید استاد برهان‌الدین رباني، د ملي یووالي شهید استاد عبدالعلي مزاري، شهید استاد عبدالقادر ذبیح‌الله، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید سید مصطفی کاظمي، شهید قوماندان عبدالحق، شهید عبدالمطلب بېګ، شهید جنرال عبدالرازق، شهید استاد صبور فرید، شهید جنرال محمد داوود داوود او د جهاد او مقاومت د ټولو شهیدانو، د جمهوریت د دورې د شهیدانو او د وروستیو کلونو د قربانیانو یاد او خاطره هم درناوي؛ هغه نارینه او ښځې چې د خلکو او د افغانستان د راتلونکي د دفاع لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ.

نن، په داسې شرایطو کې چې افغانستان یو ځل بیا له استبداد، سیاسي حذف او د ټولنې د یوې لویې برخې له بنسټیزو حقونو څخه له محرومیت سره مخ دی، د شهیدانو یاد یوازې د تېر وخت یادونه نه ده، بلکې د راتلونکي پر وړاندې یو مسئولیت هم دی. د هغوی آرمانونه باید موږ د یوه آزاد، متحد، عادلانه او د خلکو پر اراده ولاړ افغانستان پر لور رهنمایي کړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د هېواد د ټولو شهیدانو لوړ مقام ته د درناوي په وړاندې کولو سره، د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود، د سولې شهید استاد برهان‌الدین رباني، د ملي یووالي شهید استاد عبدالعلي مزاري او د آزادۍ او عدالت د لارې د ټولو شهیدانو یاد او نوم درناوي، او له لوی خدای جل جلاله څخه ټولو شهیدانو ته د رحمت او د هغوی کورنیو ته د صبر او زغم غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *