دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
یکشنبه 24 عقرب 1405
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو شړل، دهېوادوالو د کورونو او ملکیتونو غصب او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوحې څخه دتاریخي او هویت څرګندوونکې «پارسي» کلمې لرې کول په سختو ټکو غندي او دغه اقدامات د تبعیض،د فرهنګي هویتونو د له منځه وړلو او د افغانستان د خلکو د بنسټیزو حقونو د نقضولو د سیاستونو یوهبرخه بولي.

د طالبانو له لوري د امید سبز ښارګوټي، د غزني د نوآباد ښارګوټي او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د یوشمېر نورو ښارګوټو د کورنیو له خپلو کورونو او ملکیتونو څخه په زور ایستل، د مالکیت د حق، انسانيکرامت او د بشري حقونو د منل شویو اصولو ښکاره سرغړونه ده. دا ډول اقدامات نه یوازې عدالت نهشي ټینګولای، بلکې د زورزیاتي، د هېوادوالو له حقونو څخه د محرومولو او د افغانستان د خلکو پربرخلیک د یو اړخیزې ارادې د تپلو د سیاستونو د دوام څرګندونه کوي.

همدارنګه، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوحې څخه د «پارسي» کلمې لرې کول، دافغانستان پر تاریخي، فرهنګي او ژبني میراث ښکاره تېری دی. پارسي ژبه د دې خاورې د تمدني تاریخ نهبېلېدونکې برخه او د افغانستان د میلیونونو وګړو ګډ فرهنګي میراث دی. هېڅ سیاسي جریان یاایډیولوژیکه ډله نه شي کولای چې د یوې کلمې په لرې کولو سره د یوه ملت تاریخي او فرهنګيواقعیتونه بدل کړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په دې باور ده چې طالبانو د خپلو انحصارغوښتونکو او تبعیضي سیاستونو، د بنسټیزو آزادیو د محدودولو او د هېوادوالو د حقونو د نه مراعاتولو لهلارې افغانستان له لا ژورو سیاسي، ټولنیزو او بشري بحرانونو سره مخ کړی دی. هغه سیاستونه چې پرحذف، وېرې او محرومیت ولاړ وي، نه تلپاتې ثبات رامنځته کولای شي او نه هم د ملي یووالي او پیوستونلپاره زمینه برابرولای شي.

موږ د ملګرو ملتونو له سازمان، د بشري حقونو له شورا، د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپورورکوونکي، د اسلامي همکاریو له سازمان، اروپايي ټولنې او ټولو اړوندو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کووچې د افغانستان د خلکو د حقونو د نقض، د هېوادوالو د جبري شړلو، د مالکیت د حقونو د سلبولو او دهېواد پر فرهنګي او ژبني هویت د تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، بلکې د افغانستان د خلکو د ملاتړلپاره اغېزناک او مسئولانه ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان راتلونکییوازې د عدالت، د ټولو هېوادوالو د رښتینې او مانا لرونکې ونډې اخیستنې، قومي، ژبني او فرهنګي تنوعته د درناوي او د خلکو د آزادې ارادې پر بنسټ د یوه سیاسي نظام د رامنځته کولو له لارې تضمینېدایشي.

هېڅ ځواک به د زور، تبعیض او د نورو د حذفولو له لارې ونه شي کولای چې د افغانستان تاریخي هویتاو د دې خاورې د خلکو مشروع او برحقې غوښتنې خاموشې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *