جستجو
Close this search box.
توافق‌نامه دوحه

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پرلپسی هڅو سره دهمدې توافقنامې د ګټې پر بنسټ له طالبانو سره د دوحې په نوم د هوکړې د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړه. د طالبانو ډلې ته دا جرئت ورکړل شو چې د جمهوري ریاست دننه عناصرو سره په همغږۍ کې د واک د ترلاسه کولو لارې ګړندۍ کړي، کوم چې همداسی وشول او د 2021 کال د اګست په 15 نیټه طالبانو واک په لاس کې واخیست او جمهوري نظام یې ړنګ کړ.

 

د دوحې تړون او د هغې ضمیمې چې د یوې افراطي ډلې له رسمي کولو او د ملي ګټو او حاکمیت پر ضد پرته بل څه نه وو، هغه ددی ستر عامل ګڼل کیږي چې د افغانانو شل کلنې لاسته راوړنې، مشروع سیاسي نظام او یو نیم بنده حکومت یې له منځه یووړ. هغه حکومت چې له نیمګړتیاوو سره مل وو او د اوسنی وضعبت دکار بنسټ یې کېښود. د طالبانو د ډلې د واکمنۍ له امله رامنځته شوی ناوړه وضعیت د افغانستان د خلکو، سیاسي او مدني ټولنې لپاره د منلو وړ نه دی او د بدلون وړ دی.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې د دوحې د موافقې د مادو په لغوه کولو باندې ټینګار کوي، په دې باور دی چې د نن ورځې وضعیت د ټول شموله ملي پروسې له لارې بدلون ته اړتیا لري چې په پایله کې به یې د قانون له مخې یو ټول شموله حکومت رامنځته شي. د ټولو ښکیلو اړخونو په شتون سره د خلکو اراده د ټولنیز عدالت د اصولو په نظر کې نیولو سره جوړه شي. که نه نو د دې وضعیت دوام به نه یوازې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت د پیاوړتیا لامل شي، چې افغانستان به تر بل هر وخت د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ د ودې او صادرولو سرچینه شی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟