جستجو
Close this search box.
Russian And Afghanisyan

ملي مقاومت عالي شورا د هېوادونو دریځ د دوی د ګټو ساتنې په اړه درک کوي، خو د دې شورا تمه له یادو هېوادونو څخه په ځانګړي توګه د روسیې فدراتیف جمهوریت څخه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د ژور تاریخي اړیکو په توګه، پر ځای د دې چې د یو غیر مسئول افراطي ډلې سره چې عملاً له دوه ویشت زیاتو سیمه‌ایزو او نړیوالې تروریستي ډلو کوربه توب کوی  او د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي، د روسیې فدراتیف جمهوریت ګټې د افغانستان د خلکو په محوریت او د هغې د سیاسي ټولنې سره په تعامل کې ارزونه وکړي.

 

بې له شکه د افغانستان د خلکو ملاتړ به د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره اوږدمهاله مثبتې پایلې ولري.

د ملي مقاومت عالي شورا د مسکو د غونډې په شمول د نړیوالو غونډو قدرداني او هرکلي کوي که چیرې هغوی له اوسني نامناسب حالت څخه د افغانستان خلکو ته د ملي حاکمیت د بیرته تامینولو په لاره کې د حل لارې چارې ولټوي.

 

د دې شورا له نظره، د دوحې غونډه، د مسکو غونډه او نورې غونډې هغه مهال اغېزمنې کېدای شي، چې ټول اغېزمن اړخونه؛ د ګوندونو، قومونو، مدني ټولنو او د ښځو پر رنګه استازو ته دې په يادو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او يادې غونډې دې له اوسنيو حالاتو څخه د انتقال، د انتقالي حکومت پر جوړېدو، د بيارغونې پر لارو چارو تمرکز وکړي. د قانون حاکمیت او د قانون د حاکمیت بیا رغونه د خلکو له ارادې څخه رامنځته کیږي.

 

‎د افغانستان د ژغورنی لپاره ملي مقاومت عالي شورا، چې د هېواد تر ټولو لوی سیاسي تشکل دی، ځان مکلف بولي چې د خلکو له حقوقو او آزادیو دفاع وکړي او سربېره پر دې چې د هېواد د بحران د حل لپاره د نړیوالو اقداماتو غوښتنه کوي او د بشري حقونو د وضعیت بحراني درملنې او د هغې د پراخ نقض په وړاندې، فعاله هڅه کوي چې د هېواد لپاره د ناوړه وضعیت حل لاره پیدا کړي. د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه یې تمه دا ده چې د یوې جاهل او خشونت پالې ډلې له وسیله‌يې استفادې پر ځای، د افغانستان له خلکو سره اوږدمهاله ګټو او د اسلامي جمهوریت د اتباعو د ارادې څخه راوتلې حکومت سره په تعامل کې فکر وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟