د خواشینۍ ځای دی چې د منځني ختیځ بحران په تدریجي ډول لا زیاتو پیچلتیاوو ته روان دی، او هر څومره چې وخت تېرېږي، دا بحران ژورتیا پیدا کوي. اوس، د فلسطین او لبنان په اوږدمهاله نسلوژنه سربېره، په سوریه کې هم وژنې او وینې تویېدنې پیل شوې دي چې د دې هېواد د ښارونو د ورانېدو او د قتل او چور چپاول د پراختیا پرته بله پایله نه لري. بدبختانه، په دې منځ کې په تېرو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د طالبانو اړوند ترهګریزې ډلې هم په دې نیابتي جګړه کې شتون لري، چې د افغانستان د خلکو د لا زیاتې اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا څو ځله د طالبانو د ترهګریزو ډلو سره د ژورو اړیکو، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د پراختیا، او د ترهګریزو ډلو د ودې په اړه خبرداری ورکړی و. اوس د وروستیو پېښو او په سوریه کې د طالبانو د بیرغ پورته کېدو څرګنده نښه ده چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا اندېښنې ریښتینۍ وې.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د دې ترڅنګ چې د افغان اتباعو د هر ډول نیابتي جګړې لپاره د ابزاري کارونې کلک مخالف دی، یو ځل بیا په جدي ډول خبرداری ورکوي چې طالبان نه یوازې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د ودې زمینه برابروي، بلکې دغه ډلې روزي او هغوی د نړۍ بېلابېلو بحرانځپلو سیمو ته استوي. له همدې امله، د افغانستان په قضیه کې ښکېل ټول هېوادونه او ګاونډیان باید د طالبانو سره د یو اړخیزو او خطرناکو تعاملاتو پر ځای مرسته وکړي چې د افغانانو د ارادې پر بنسټ یو مشروع نظام رامنځته شي، او د افغانستان خلک له استبداد، ترهګرۍ او افراطیت څخه خلاصون ومومي.
بې له شکه، افغانستان ته د طالبانو سپارل د یوه نړیوالې دسیسې په پایله کې او په دې هېواد د دې ډلې غیرقانوني او غاصبانه واکمني د سیمې او نړۍ په کچه ډېرو ترهګریزو ډلو ته د دې هیلې سرچینه شوې چې خپلواکمنیۍ جوړې کړي او په نورو سیمو غاصبانه واکمني وکړي. د طالبانو له نورو ترهګریزو ډلو سره نږدې اړیکې او د هغوی د نړیوالو شخړو لپاره استول، تر بل هر وخت زیات د افراطي او ترهګریزو ډلو د ودې زمینه برابره کړې ده.
بدبختانه، افغانستان د ترهګرۍ په یوه اډه بدل شوی دی، او اوس د دې ترهګرۍ د افغانستان له پولو څخه بهر ته د صادرېدو لړۍ هم پیل شوې ده.