جستجو
Close this search box.

نږدې وختونو کې د زلمي خلیلزاد مېرمن، شیرل بنارد، له افغانستان څخه د سفر وروسته په یوه امریکایي رسنۍ کې مقاله خپره کړې چې پکې یې د افغان ښځو وضعیت او د طالبانو د ظالمانه رژیم انځور ناسم او حیرانونکی وړاندې کړی دی. شک نشته چې هر څوک کولی شي د افغانستان په اړه خپل تحلیل ولري، خو شیرل بنارد چې د دوحې د شرموونکي توافق اصلي طرحه کوونکي زلمي خلیلزاد سره نږدې تړاو لري، او هغه څوک دی چې افغانستان یې یو تروریستي ډلې ته وسپاره، باید د خپلو ناسم څرګندونو او د دروغو ځواب ووایی، په ځانګړي ډول چې د افغانستان په موجوده اپارتاید جنسیتي سترګې پټوي.

ټولې نړۍ ته دا خبره روښانه ده چې افغانستان اوس د یوه هېواد په کچه یو ستر زندان ته اوښتی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره. په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد ټول نافذ قوانین لغوه کړي، افغانستان د اساسي قانون، قانوني دولت او مشروع حاکمیت پرته یو بې سرنوشته هېواد ګرځېدلی دی، د دې ډلې مشر تر پنځوسو زیات فرمانونه د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو لپاره صادر کړي دي.

ښځې چې د افغانستان د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، د زده‌کړې، کار، ګډون، سفر او ګرځېدو حق او په ټوله مانا له خپلو ټولو مدني او انساني حقونو څخه بې‌برخې شوې دي. څلور کاله کېږي چې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځيو دروازې او د لوړو زده‌کړو ټولو مرکزونو دروازې تړل شوي دي. همداراز، په دې ورځو کې له ټول افغانستان څخه دا راپورونه خپاره شوي چې هغه ښوونکي بندیان شوي چې نجونو ته یې زده‌کړې ورکولې. په تېرو کلونو کې ښځې تل په ظالمانه او خودسرانه ډول نیول شوې، شکنجه شوې او د بې‌اساسه پلمو له مخې زندان ته اچول شوې دي.

د طالبانو دریځ د ښځو په وړاندې د ټولو نړیوالو بنسټونو له‌خوا، په شمول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د یو روښانه جنسیتي اپارتاید په توګه منل شوی دی. څه موده وړاندې د طالبانو دوسیه د جنسیتي تبعیض له امله د څلورو هېوادونو له‌خوا نړیوال جزايي محکمې ته سپارل شوې ده. د افغانستان د موجوده وضعیت سره سره، د میرمن خلیلزاد څرګندونې نه یوازې یوه څرګنده دروغ دی، بلکې د افغان ښځو او خلکو پر وړاندې یو نه بښونکی ظلم ګڼل کېږي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع، دغه له واقعیته لیرې او دروغجنې څرګندونې په کلکه غندي، او له نړیوالو محاکمو څخه د میرمن شیرل بنارد د محاکمې غوښتنه کوي. همدارنګه، له ټولو بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو ملاتړو نه غوښتنه کوو چې د طالبانو د دغو بې‌شرمانه دروغو، سپینولو او د جنسیتي اپارتاید د انکار پر وړاندې ښکاره دریځ ونیسي او د دغو دروغجن شخصیتونو د حساب ورکولو په بهیر کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع (ملی شورا)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟