د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع، د منځني ختیځ په سیمه کې د پوځي ترینګلتیاوو د زیاتوالي، په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوري ایران پر خاوره د وروستیو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لري. موږ هر هغه نظامي اقدام چې د ملکي وګړو د تلفاتو، د سیمې د سولې د ګډوډۍ او د هېوادونو د حاکمیت د نقض لامل شي، جدي اندېښمنوونکی بولو او په کلکه یې غندو.
د وروستیو بریدونو په پایله کې، یو شمېر بېګناه وګړي او پوځي پرسونل په ایران کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. ملي مجمع خپله خواخوږي او تسلیت د قربانیانو له کورنیو سره څرګندوي، او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا دعا کوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع باور لري چې په سیمه کې د نظامي او امنیتي بحرانونو دوام به یوازینی پایلهیې لا ډېره بېثباتي، د نړیوالې سولې ګواښ، او د ملتونو د کړاوونو زیاتوالی وي. موږ له ټولو ښکېلو لوریو غواړو چې زغم غوره کړي، له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي او د ستونزو د حل لپاره د سولېمحورې لارې، خبرې اترې، ډیپلوماسي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ حللارې تعقیب کړي.
همداراز، موږ له ملګرو ملتونو او نورو مسؤلو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې په لا فعال رول سره، د شخړو له پراخېدو مخنیوی وکړي او د سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره بېطرفانه او جدي هڅې ترسره کړي.
ملي مجمع په دې باور دی چې ملتونه د سولې، عزت او آرامۍ ژوند حق لري، او اختلافونه باید د جګړې له لارې نه، بلکې د متقابل احترام او خبرو اترو له لارې حل شي.
په درناوي
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع