دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
جمعه 19 جدی 1404
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د افغانستان له خاورې د تاجیکستان خاورې ته شوې ترهګریزې ډرون‌حملې په سختو ټکو غندنه کوي. دا ترهګریزه حمله چې د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې ترسره شوې او له بده مرغه د درېیو چینایي وګړو د ژوند د له لاسه تلو لامل شوه، یو جنایتکار عمل، د بشري اصولو او نړیوالو تعهداتو خلاف او په کلکه د غندنې وړ دی. شورا له قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

د ملي مقاومت عالي شورا داساسي او نه بدلېدونکی دریځ د ترهګرۍ د ټولو ډولونو او بڼو کلکه غندنه کوی. موږ د ترهګرۍ د ودې او خپرېدو د مخنیوي، مبارزې او رېښې له منځه وړلو په برخه کې له سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کوو.

د ملي مقاومت عالي شورا څو ځله نړیوالې ټولنې ته خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې سازمانېږي او مستبد طالب رژیم ښکاره او پټې ملاتړ له ترهګریزو شبکو سره کوي. د طالبانو دغه خطرناک بهیر په مستقیم ډول د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟