دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
پنج‌شنبه 9 دلو 1404
جستجو
Close this search box.

طالبان ډلې د افغانستان له خلکو سره د خپلو دوامدارو غيرانساني او غيراسلامي چلندونو په لړ کې، په وروستي اقدام کې چې د «محاکمو جزايي اصول‌نامه» تر عنوان لاندې خپره شوې، د انساني کرامت او ديني او مذهبي برابرۍ بنسټيز اصول په ښکاره ډول تر پښو لاندې کړي دي.

دغه ډله د څرګند مذهبي تبعيض په عملي کولو سره، يوازې د يو مذهب پيروان مسلمانان ګڼلي او د نورو مذاهبو پيروان بدعت‌ګران بولي، او د اسلام د سپېڅلي دين له ښوونو سره په ټکر کې، ټولنه په يو بدوي او منځنيو پېړيو ته ورته ډول بېلابېلو طبقو ته وېشي.

طالبان په دې چلند سره، په عملي توګه غلامي ته رسميت ورکوي، ښځه د مینځی په توګه معرفي کوي او مېړه د ښځې بادار او مالک ګڼي، او د تحقيرونکو او د انساني معيارونو خلاف یو لړ سزاګانو پر ټولنه باندی تحميلوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا باور لري چې پر نورو مذهبي پيروانو فشار، د تبعيض، وېرې او حذف فضا رامنځته کول، هېواد د لا زياتې تفرقې، بې‌ثباتۍ او تاوتريخوالي پر لور سوق کوي او په هېواد کې سوله‌ييز ګډ ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دا ډول تګلاره نه يوازې د اسلامي تعليماتو سره ښکاره تضاد لري، بلکې د بشري حقونو، د عقيدې د آزادۍ او انساني کرامت بنسټيز اصول هم په بشپړ ډول نقضوي، او د ملي مقاومت عالی شورا له نظره په کلکه مردوده ده.
د اسلام تاريخ د امت اسلامي ترمنځ د فکر او عقيدې تنوع ته شاهد دی، او هېڅ ډلې ته حق نه شته چې د محدود، انحصارطلبانه او افراطي تفسير له لارې نور خلک له خپلو ديني او انساني حقونو محروم کړي.

د ټولنې وېش په پورته او ښکته، غلام او بادار، يو ناپسند عمل او د انساني کرامت خلاف دی. د ټولنيز ثبات يوازينۍ لاره د ټولو انسانانو پر فطري برابرۍ ټينګار دی.

ملي مقاومت عالی شورا دا اقدام د طالبانو له خوا د ښځو، ماشومانو او نورو زيان‌منونکو ډلو د بشپړ حذف لپاره يو منظم هڅه ګڼي، او باور لري چې دغه کړنې نه يوازې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، بلکې د نړۍ په عامه افکارو کې د اسلام د څېرې د بدنامولو لپاره يو شعوري اقدام دی، او افغانستان به د منځنيو پېړيو څخه هم بد حالت ته بوځي.

طالبان په دغه غيرمسئولانه چلند سره، له يوې خوا د افغانستان د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی، او له بلې خوا به د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره د يو بالقوه ګواښ په توګه پاتې شي.

همدارنګه، د خلکو وژنه، د هغوی د شتمنيو غارت، د جبري کډوالۍ زياتوالی او د اقتصادي بحران شدت، په ټولنه ژورې او ويجاړونکې اغېزې پرې ايښې او د خلکو ژوند يې فلج کړی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا له نړيوالې ټولنې څخه، په ځانګړې توګه د نړيوالې جزايي محکمې غړو هېوادونو، د بشري حقونو مدافع بنسټونو، اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې تر هغه مخکې چې ناوخته شي، دا بهير ودروي.

دغه شورا غوښتنه کوي چې پر طالبانو اعظمي فشار واچول شي او له دې افراطي ډلې سره، چې ترهګريز عملونه ترسره کوي او پراخ بشري جنايتونه يې کړي دي، له هر ډول سياسي او ديپلوماتيکو تعاملاتو څخه ډډه وشی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟