دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
دوشنبه 11 حوت 1404
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په ننګرهار کې وروستۍ دردناکه پېښه، چې له امله یې بې‌ګناه ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري شهیدان او ټپیان شوي دي، د جدي اندېښنې وړ بولي. د ملکي وګړو په نښه کول د انساني او اخلاقي اصولو او همدارنګه د ټولو منل شوو نړیوالو موازینو ښکاره سرغړونه ده.

موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، ځان د افغانستان د مظلوم ولس په غم او درد کې شریک بولو، او د هېواد د وګړو د ژوند او کرامت د دفاع په برخه کې پر خپل انساني او ملي مسئولیت ټینګار کوو.

د ملي مقاومت عالي شورا باور لري چې اوسنی وضعیت د طالبانو د تاوتریخوالي پالې ډلې مستقیمه پایله ده؛ هغه وضعیت چې افغانستان یې د پرله‌پسې سیمه‌ییزو نښتو په ډګر بدل کړی او اصلي بیه یې بې‌دفاع ولس پرې کوي. دا بحران یوازې له یوه ګاونډي هېواد پورې محدود نه دی، او که دا لاره دوام ومومي، کېدای شي په راتلونکې کې له نورو هېوادونو سره هم تکرار شي.

د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کوي چې له دې تاوتریخوالي، ناامنۍ او د ولس د قرباني کېدو له کړۍ څخه دایمي وتل، د بنسټیز بدلون او د داسې رژیم د پای ته رسېدو غوښتنه کوي چې نه د ولس له ارادې استازیتوب کوي او نه د امنیت، ثبات او مسئولانه سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو د تأمین وړتیا لري. د سولې ټینګښت، د وګړو د ژوند خوندیتوب او د افغانستان د ملي ګټو ساتنه یوازې د یوه مشروع، حساب‌ورکوونکي او د ولس له غوښتنې راټوکېدلي نظام په رامنځته کېدو سره شوني دي.

د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان د ولس ترڅنګ ولاړه ده او د دې اړین بدلون او یو خوندي او باکرامته راتلونکي د تحقق لپاره به خپلو سیاسي او ملي هڅو ته دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟