د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، زموږ د ګاونډي هېواد، د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا او د اسرائیلو د رژیم پوځي اقدام په کلکو ټکو غندي. دا ډول پاروونکي او تاوتریخوالي ډک اقدامات نه یوازې د نړیوالو حقوقو له اساسي اصولو او د هېوادونو له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او امنیت پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.
امریکا او د اسرائیلو رژیم د خپل تقابلي او تهاجمي چلند له لارې عملاً د سیمې د سولې، ثبات او ارامۍ پر وړاندې درېږي. زور ته مخه کول او په داسې سیمه کې چې له وړاندې له ګڼو بحرانونو سره مخ ده، د شخړو د لمنې پراخول، د سیمې د ولسونو لپاره خطرناک او نه جبرانېدونکي پایلې لرلای شي. موږ له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو څخه غواړو چې د دغسې اقداماتو پر وړاندې مسؤلانه او قاطع دریځ خپل کړي او د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره جدي هڅې ترسره کړي.
د ملي مقاومت عالي شورا له ښکېلو لورو غواړي چې له زغم، تدبیر، تفاهم او همکارۍ څخه کار واخلي، او په عین حال کې پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د نړیوالو حقوقو اساسي اصولو، د ملګرو ملتونو د منشور او دیپلوماتیکو لارو چارو ته ژمن پاتې شي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ د زیاتېدو لامل ګرځي. د ملکي وګړو د ژوند ساتنه، د هېوادونو حاکمیت ته درناوی، او د اختلافاتو د حل لپاره د مذاکرې او دیپلوماسۍ کارول، د دوامدارې سولې او ثبات د تأمین یوازینۍ لاره ده.