جستجو
Close this search box.

دلوی څښتن په ستر نامه
‎ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې د ایران اسلامي جمهوریت غواړي په هغه هیواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو دډلې واستازي ته وسپاري.
‎د ایران اسلامی جمهوریت د یو ګاونډی هیواد په توګه چې زموږ سره دینی، ژبنی او کلتوری مشترکی اړیکی لری په تیرو دوو لسیزو کښې د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه توب کړی دی، د ستاینې او قدر وړ دی.
‎په تهران کې د افغانستان سفارت یوې داسې ډلې ته سپارل چې پر افغانستان یې حاکمیت مشروعیت نلری ، د ډیپلوماټیک دود او د افغانستان د ملي ګټو خلاف کار دی.
‎د مقاومت ملي شورا په دې باور سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د خلکو و ارادی او ملي ګټو ته درناوی لري، تمه لري چې د ایران حکومت به په دې برخه کې له سره غور وکړي او په دغه هیواد کې د افغانستان د سفارت چارې به د پخوا په شان جاري وساتي. دخدماتو دچمتو کولو دملاتړ په خاطر به په هغه هیواد کی د میشتو افغان مهاجرینو لپاره ډاډه او خوندی ملاتړ وکړی.
‎د مقاومت ملي شورا له نورو هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان سیاسي نمایندګي پکې فعاله دی غوښتنه کوي چې د ډیپلوماټیکو اصولو په رڼا کې د طالبانو د ډلې استازو له اګریمان ورکولو او منلو څخه ډډه وکړي، چې په دې طریقه سره باید دافغانستان دخلګو والسواکی ، ملی او سیاسی جریانونو غوښتنو ته درناوی وشی .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟